ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
کب نیوونکي
د کندز او چاردرې تر منځ تېرېدونکی سین چې څوک ورته د کندز سین وایي، څوک د چاردرې، دېر برکتی دی. له شیبر او سالنګه چې راروانېږي د آمو تر غېږې پورې په لکونو جریبه مځکه خړوبوي. دغه سین له کبانو هم بې برخې نه دی. له خنجان او دوشي یې راونیسه بیا هم تر آمو پورې کسبي او شوقي کب نیونکي هر څوک ورڅخه خپله ونډه اخلي.
په دې سین کې څو ډوله کبان ژوند کوي چې مشهور یې(لقه) او ( شیرماهي) دي. لقه د خلکو په دې خوښ دی چې واړه اغزي یا په بل عبارت وړې ستنې لږ لري، خوړل یې آسان وي؛هر څه شیرماهي وړې ستنې ډېرې لري خو غوښه یې ډېره خوندوره وي. شیرماهي چې څومره غټ وي هغومره ښه وي، د غټو کبانو اغزي یا ستنې هم غټې وي، بې تکلیفه لرې کېدای شي.
په کندز کې دوه وړه نور کبان هم شته چې یوه ته(مارماهي) بل ډول ته (زغاره) وایي. مارماهي د مار په څېر اوږد،نری وي چې کله کله په سین کې پیدا کېږي. زغاره کبان په ډنډونو کې ډېر وي.دا دوه ډوله د هغو نورو دوو په اندازه غوښتونکي نلري.
د کندز سین د سېلابونو په وخت چې سین غاړې غاړې ځي او د پسرلنیو بارانونو په وجه یې اوبه ډېرې خړې شي،کله کله ډېر غټ کبان هم له ګرځندیو راووځي او ښکاریان یې ونیسي. دا غټ کبان له یوه سېره تر شلو سېرو پورې وزن لري. ما یو کب چې د سېلابونو په وخت د چاردرې د یوې ژرندې په ناوه کې نښتی و،پخپله ولید چې له راایستلو وروسته یې وزن کړ،پوره دولس سېره و. بل کب مې هم د کندز په ښار کې لیدلی و چې کب نیوونکو د علي اباد په سیمه کې نیولی او د کندز ښاروال محمد رحیم خان عرض بېګي مرحوم په بیه ترې اخیستی و، اعلیحضرت ته یې استاوه. ښاروال مرحوم وویل، له ښکاریانو مې په تول واخیست، پوره شل سېره و. نور دوه سېره، درې سېره خو مې ډېر لیدلي دي.
په قطغن کې د کبانو ښکار مختلفې طریقې لري، تر کومه پورې چې ما لیدلي، هغه دا دي:
1- په دوشي کې د سین بستر ډېر ډبرین او اوبه یې رنګۍ دي، د شپې په مخه کبان د تیږو په منځ کې ویدېږي.کب نیونکی د لاس څراغ یا ګیس ورسره واخلي، په اوبو ورګډ شي،د څراغ په رڼا خوب وړي کبان پیدا کړي، بیا څراغ نژدې ورته ونیسي او دوی یو یو رانیسي او ساحل ته یې غورځوي.که کبان ویښ هم شي سترګې یې د څراغ رڼا وړي وي، د کب نیونکي لاس نه ویني.
2- بله طریقه هغه په چنګکونو نیول دي چې په چنګک څه غوښه یا د ویالو د غاړې چینجی وپېیي او سین ته یې ورکوز کړي چې کوم کب د غوښې یا چینجي په هوس خوله ورواچوي،چنګک یې په ستوني یا تالو کې ونښلي او ښکاري یې راوباسي.
3- د بم په ذریعه نیول چې ډېره ظالمانه شېوه ده ځکه ډېر واړه کبان بې ځایه مړه شي. که پنځه د خوړلو وړ کبان په لاس ورشي،پنځه سوه بلکې ډېر واړه واړه کبان ضایع شي.
4- د جال په ذریعه؛ دا طریقه هم عادلانه ده، هم ګټوره.ځکه عادلانه ده چې د جال تر سوریو واړه کبان وتلی شي،پاتېږي د خوړلو وړ کبان. ګټوره په دې ده چې د جال په ذریعه ډېر ښکار کېږي، خصوصا چې ښکاریان جاله ولري، د جالې خاوند چې جال واچوي او جاله پرېږدي چې د اوبو پر سر د سین له جریان سره روانه وي، خامخا د کبانو په غوټه پېښېږي. دا طریقه د کندز، چاردرې او قلعه زال کب نیونکي ډېره خوښوي.
موږ به هم کله کله هغه وخت چې نهر به یې د پاکولو په غرض وتاړه او روانې اوبه به ودرېدې، څو تنه هلکان او زلمیان سره راغونډ شو،د کبانو په نیولو پسې به د کلي خوا کې د ژرندې ویالې ته ورغلو. هلته به له پاسه اوبه وچې شوې وې خو هر ځای به ډنډوکي ولاړ وو. موږ به د ونو لښتې یوه یوه غېږ قدر دوو تنو ته ورکړې؛ یوه به د ډنډ له برې خوا ورو ورو دا یوه غېږ لښتې او شاخچې د ډنډ د کوزې خوا په لور په ډنډ کې دننه پورې وهلې، اوبه خو به د شاخچو په رټ کې بېرته وتلې، کبان به په وچه کې ایسار پاته شول، له هر ډنډوکي به مو په دې توګه یوه کوټه کبان ونیول.
موږ چې د کبانو د پاللو او روزلو نه یوو، دا ډېر ظلم دی چې خدای پاک زموږ له سعي او هڅو پرته په سیندونو کې کبان راباندې لورولي دي او موږ یې په بمونو نسل ورتباه کوو.