تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نړیوال جام او د اسیايي ملتونو جام د غوراوي د دوهم پړاو په سیالیو کې په دوهمه سیالۍ کې له کویت سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، دا سیالي به سبا / سې شنبې د کابل پر وخت د ماسخوتن ۸:۱۵ د سعودي عربستان د دمام ښار په لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله له څو ورځو راهیسې په یاد ښار کې په تمریناتو بوخته ده.
افغانستان لومړۍ لوبه پر قطر اته په یو وبایلله.
د ویلو ده چې د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۱۶ او د اسیا ملتونو جام په ۲۰۲۷ ز کال کې ترسره کېږي.