جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ښځینه فعالانو په انلاین سپکاوي او ښکنځلو د طالبانو تورنیدل

د ښځینه فعالانو په انلاین سپکاوي او ښکنځلو د طالبانو تورنیدل

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) په برېتانیا کې د افغان ويتنس په نوم یوې حقوقي ادارې د خپلې نوې څېړنې موندنې خپرې کړي، چې پکې طالب فعالان د افغان ښځینه فعالانو په انلاین ښکنځلو او سپکاوي تورن شوي.

د موندنو له مخې، دا سپکاوی او ښکنځل د طالبانو له بیا واکمنیدو سره درې برابره زیات شوي.

د دغې څېړنې د پایلو په یوه برخه کې راغلي: د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په ان‌لاین ډول د سپکاوي، ګواښونکو او ځورونکو پوسټونو لیکل د ۲۰۲۲ کال د ورته وخت په پرتله ۲۱۷ سلنه، ډېر شوي چې درې چنده زیاتوالی ښيي.

د دې سروې د موندنو پر بنسټ، د ښځو په وړاندې دې توهين کوونکو پوسټونو کې د پاروونکو موادو او غير اخلاقي عکسونو سره جنسي څرګندونې او د جنسي تېريو ګواښونه، د کلتوري او مذهبي معيارونو د ماتولو له امله بې‌بنسټه تورونه، د لوېديځ د کارکونکې په توګه تورونه او نورو هېوادونو کې د پناه اخيستلو په خاطر د قضيو جوړولو د تورونو يادونه شوې ده.

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو ویلي، چې دوی تل د طالب فعالانو له سپکو سپورو سره مخ شوي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې د فعالانو پر اخلاقو او چلند مخکې هم نیوکې شوې دي.

2 COMMENTS

  1. که دا واقعاً باعزت او پتمنی ښځه وی نو دوی خپله باید په مدیا کښی راښکاره نشی دا اوسنی مډیا په خپله د بداخلاقی و توهین سر چینی دی په مدیا کښی صرف هغه ښځی سرګند یږ چی هغوی خپله غواړی چی باید توهین شی دا صرف زه هغو ښځو ته راجع کوم چی د فعالانو په نوم کوشش کوی د افغانستان پتمنو ښځو ته صدمه ورسوی دا ټول باید دافغانستان اسلامی قانون سره سم افغانی کلتور ته احترام وکړی دوی هیڅ حق نلری چی د امریکا او نورو هیوادنو څخه د افغان ښځو دی بی عزتی لپاره پروژی پر مخ بوزی افغانستان کښی د غربی کلتور ځای نښته سوچه اسلامی نظام او بس مونږ شل کاله د ازادی او دموکراسې خوند ولید چی په کومه اندازه یې فامیلونه تباه او برباد کړه

  2. اسلامي نظام خو خبره ده او بايد درناوی يې وشي، خو له بده مرغه دغه اوسنی اسلامي نظام او له دې مخکې د دوی هغه تېر اسلامي نظام او هم د مجاهدينو اسلامي نظام له داسې ځايه سرچينه اخلي چې هغه د اسلام په نوم جوړ شوی دی. تش په نوم مسلمان دی. له مدرسو، جوماتونو او کليساګانو هم ډک دی او په نړيواله کچه د مردارۍ (فحاشۍ) مرداره خونه هم هملته ده او دا ځکه چې هغه انګرېزانو د خپلو عسکرو د جنسي غريضۍ سړولو لپاره پخپل قانون کې رسمي کړې ده چې هېڅوک يې په خلاف غږ پورته کولی شي هغه تړل خو يې لا ګرانه خبره ده.
    له داسې يوې خاورې او مردار او فاحش نظام او حاکم انګريزي قانون نه به موږ څنګه د سوچه اسلامي نظام تمه ولرو. حال دا چې د دوی د هر يو حکومت په کابينه کې بوډا شيخ رشيد چې ټولو ته معلومه دی چې هغه لا تر اوسه واده نه کړی او يوه ورځ ورته يو چا ويلي وو چې ((تاسې ولې واده نه کوئ؟)) يعنې په حلاله نکاح ځانته واده نه کوئ؟ نو هغه ورته ويلي وو چې ((همداسې شېدې پيدا کيږي، نو غوا ته څه حاجت دی؟)) مانا دا چې هغه د خپل واک او همداسې عادي ژوند کې يوه شپه بې زنا نه دی پاتې شوی، نو هغسې يو زناکار بوډا له دغه اوسني سوچه اسلامي له چارواکو او جنګياليو دفاع کوله، نو دا به له دين سره زياتی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب