جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهقطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له قوله خبر ورکړل شوی، چې قطر هېواد په کندهار کې یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو د ویاند شرافت زمان له قوله ویلي، چې د دغه روغتون چارې به په نیږدې راتلونکي کې پیل شي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

قطر د طالبانو له تر ټولو نیږدې ملاتړو هېوادونو دی، چې له نږدې یوې لسیزې راهیسې یې سیاسي دفتر ورته ورکړی او امریکا سره یې د سولې د تړون کوربه توب کړی.

په کندهار کې د دغه روغتون د جوړولو خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې دا ولایت تر نورو سیمو زیات د روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې ډېر محروم پاتې او خلک یې د ډېرو پروژو غوښتنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب