حضرت عثمان نوري
برېمن او ګټيالي خلک هغه دي چې له ننګونې ونه ډار شي، برعکس په فرصت یې واړوي، ووايي، دا يو چانس دی، ښايي بيا ځلې په لاس را نه شي، هېڅ هم دومره اسانه نه دي چې ترسره دې یې کړې او بيا يې وياړ هم خپل کړي، آن د چمتو شوې مړۍ خوړل لا اسان کار نه دی، هم دې لاسونه بوخت ساتي او هم درڅخه ژول غواړي، دغه راز تمرکز هم در څخه غواړي، که ډوډۍ خورو او فکر مو بل ځای بوخت وي او یا هم اندېښتو په سر اخیستې یوو، د خوراک په خوند لا نه پوهېږو، د ړندو سترګو خوراک به وي، خبر به نه واست چې څه خورئ او خوند يې لا څنګه دی. هر څه يو فکر او لرليد ته اړتيا لري، بيا ورسره تمرکز هغه اپشن دی چې ستاسېد فکر او پادشاهۍ مدیریت ګټمن ثابتوي.
پوهان په دې باور دي چې ننګونه په فرصت اړول ډېر اسان کار دی، خو دا کار یوازې هغوی کولی شي، چې په ځان باور ولري او دې حقیقت ته په ارزښت قائل وي.
که څوک پوهېږي اوکه څوک نه پوهېږي، دا د هر چا خپله ښېګڼه او ستونزه ده، فرصت ترلاسه کول هنر غواړي او ډېر کله داسې ليدل شوي چې بایلونکی دې يو لوري وي چې له ډیرې خوا يې پرلپسې ګټيالی ګوزارونه نه دي کړي، حال دا چې په خپل پیاوړي جسم او قوت لا دومره غرور نه کوي،څومره چې ټول تمرکز په اعصابو کوي، اخوا دېخوا سياست نه خپله کوي او نه د بل مني، د خپل فکر پادشاهي په خپله کوي، په دې کې خامخا ستړې ګالي، تفرېح ډېره کمه کوي، د چا تر تاثیر لاندې ځان نه را ولي او فشار خو بیا ضرور نه مني.
ښکاره بېلګه یې د دوشنبې د ماښام سيالي وه، د کرکت د يو ورځنيو سياليو د ۲۰۲۳ ز نړيوال پایلوبه چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د هند په نريندرا مودي احمد آباد لوبغالي کې ترسره شوه،د دې سیالیو کوربه هم هند خپله و، لس سيالۍ یې هم ګټلې وې، لومړي وزير مودي هم ورته له صدارت ماڼۍ رخصت اخيستی و، د ګرده وطن کارونه يې يو خوا ته کړي ول، راسا په خپل نوم شوي لوبغالي ته یې ځان حاضر کړی و، څو د ويرات او پارټرانو لپاره يوه آلګو و اوسي، په خپل ورتګ سره هنديانو ته يو ډول هڅانده انګېزه ورکړي، لوبغالی به په شور او غوغا راشي، دې سره به هندي لوبغاړي په جوش او ولولو لوبه وکړي، د بومرا اندیوالان به لوړ هدف به وټاکي او په ټوله کې به د ناز نخرو او آن د تمسخر اکټونه به وکړي.
خو اسټراليا ورسره دا شی ونه مانه، دوی په دې حساس وخت کې جسم تش کالبوت وګاڼه، یوازې د مزدور خطاب یې ورته وکړ او ویې انګېرله چې لوبه باید د اعصابو او تمرکز څخه مدیریت شي، له همدې کبله خو په ډېر تمرکز سره د اعصابو لوبه یې کوله، ذهني فشار او احساسات خو يې لا دمخه لغت کړي ول، کوم کار پسې چې یې لستوڼي بډ وهلي ول او ملا يې ورته تړلې وه، هماغه یې کاوه، ځکه خو یې د ميليونونو هنديانو زړونه په خپل کور کې ور مات کړل، په لوبغالي کې یې د دېره لسګونه زره هنديانو خوښۍ تس – نس کړې، په يو پړق یې ورته هر څه لولپه کړل، د حيرانتيا خېمه خویې د سيالۍ له پيله په ګرده لوبغالي وهلې وه،د هندي نندارچیانو چيغو، بغارو او اخوا دېخوا چک چکو لا کار نه ورکاوه او هنديانو ته خو لا هېڅ د پام وړ نه وه چېد اسټراليا په څېر مېلمه لوبډله دې د سږ نړيوال جام د شپږم ځل لپاره هم خپل کړی.
دوی نه باوروله او اټکل کړې یې هم وه چې د ۲۰۲۳ ټرافي د هند وه او ده يې، خپل يې کور دی او خپل یې اور، لس یې پرلپسې وګټلې، يوولسمه به هم ګټي، بيا به د هند دننه تاوده مراسم وي، هند به یې کوربه وي، ګرده خوښۍ به وي، دوی به وي؛ خو اسټراليا له اعصابو څخه کار واخيست، د تمرکز تڼۍ يې کېکاږلې وه، ځکه خو يې له ګټو- ګټې وکړې، هغه څه یې ترلاسه کړل، د کوم څه چې لا اټکل نه کېده، دا د تمرکز پايله وه، دا د اعصابو د کيرير انجام و چې نړيوال جام یې وګاټه.
په ورځني ژوند کې موږ له ورته پیښو سره ډېر کله مخ کېږو، خو دا پورته ذکر شوي درې اپشنې، (تمرکز، ننګونه په فرصت اړول او د اعصابو استعمال) بیا هغوی چې بریالي نه دي، هېر کړې یې وي، لا دمخه ورته تسلیم وي او وايي، (وس مو نشته، وي دي، چې وخت یې راغی، بيا به ورسره ګورو.)
دې سره هيسې څادر واغوندي، شنه نصوار ور پسې سربېره تر ژبې لاندې کړي، بيا په نيمه ژبه وايي؛ (والکه؛ هغه د خيرک دوی واده دی، د خوړې دعوت يې کړی، بيا ور شئ، ښه پرېمانه يې ترې ووهئ، زه نه شم تلی، او ښه هم راته نه ده.)
دې سره په کټ کې اوږد وغځېږي، څادر له پښو تر سر را کش کړي، راډيو چالانه کړي او د روسيه او اوکراين په سياست به د خپل جهل ژبه ښوروي، خود به په خپل کور ماتې خورو، چې د بېګانه د کور غم راسره وي، نه خپل را خپلوو او نه هم ځان ور خپلوو، داسې به ماتېږئ لکه هند چې د دې حقيقت خوند وڅاکه.