جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمجاهد: که ملګري ملتونه مو په رسمیت وپېژني، هغه قوانین یې منو...

مجاهد: که ملګري ملتونه مو په رسمیت وپېژني، هغه قوانین یې منو چې د اسلام خلاف نه دي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د یوې جوړې شوې تګلارې له مطرح کیدو سره هم مهاله، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دوی که په رسمیت وپېژندل شي، د ملګرو ملتونو هغه قوانین مني چې د اسلام خلاف نه دي.

د ده په وینا، دوی اوس د یادو قوانینو په منلو ځکه مکلف نه دي چې نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي.

مجاهد په مشخص ډول د هغو نړیوالو کنوانسیونونو یادونه نه ده کړې، چې دوی به د احتمالي په رسمیت پېژندنې په شرط ورته غاړه کېږدي.

له دې سره، یو شمېر افغان فعالان نیوکه لري چې طالبانو افغانستان او خلک یې یرغمل کړي او نړیوالو نه یې د حد اقل خلاصون لپاره د دوی د رژیم په رسمیت پېژندل غواړي.

د دوی په باور، یاد شوي نړیوال کنوانسیونونه چې طالبان یې له منلو سرغړوي، تر ډېره د افرادو اساسي حقونو او نړیوالو تعاملاتو باندې څرخي، چې که نړیوال طالب رژيم په رسمیت وهم نه پېژني، دغه رژیم باید ورته غاړه کېږدي او له مخې یې د افغانانو تروړلي حقونه ورکړي.

د نجونو او ښځو د زده کړو، کار او د نورو خلکو د ژوند او سلیقې حق، افغانستان ته اساسي او نور قوانین جوړول او ډېر نور هغه څه دي چې د طالبانو د منتقدانو په باور دوی د خپل رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره ترې مخ اړولی او غواړي نړیوالو نه پرې امتیاز واخلي.

2 COMMENTS

  1. هغه کسان چی تاسوی د طالب منتقدان بولی هغه ټول هغه بی دینه او جاسوسان دې چی د شلو کلونو کښی افغانستان چور او د افغانستان تهداب له بیخ نه خراب کړو که ملل متحد د هغو غلو ا فحشاو بخاطر افغانستان منزوی کوی نو ود کړی ملل متحد هسی یو نوم ده او ټول کارونه یې د سی ای ایې له خوا کنترول کښی او دو هیڅ کوم اختیار نلری ملل متحد په عراق سوریه او اوس مهال په فلسطین کښې څه کړی دی دا نام بدی اداره د مسلمانانو د تحقیر له پاره منځ ته راوړل شوی ده اسلامی ملکونه باید خپله یو کلکه اراده ولری او دا تش په نوم اسلامی سازمان دی ښه تقویه کړی چی نور اسلامی ملکونه ملل متحد ته مجبوریت ونلری باید ملل متحد د اسلامی ملکونو دنظر مطابق او اسلامی قوانینو سره سم رفتار وکړی
    دافغانستان موضوع له دو دری فاحشو او دو دری غلو او لنډغرو سره مه تړی

  2. پدې خو درسره ټول افغانان موافق دي چې هر څه باید د اسلام په چوکاټ کې وي مګر یو څه نیمګړتیاوې هم موجودې دي. لومړی دا فکر مکوئ چې ستاسو د راتګ نه مخکې افغانان مسلمانان نه و ځکه ستاسو ځینې خره او جاهل دا فکر کوي.دوهم قران علم په ښځه او نر فرض کړی لیکن تاسو د قران خلاف ځئ کلتور او د اخند ویناوې مو ټینګې کړي دا په قران پښې ایښودل ندي، دریم لواطت مطلق ګناه کبیره ده او ستاسو په ډلو کې رواج او عننه ده ایا دا د اسلام خلاف رفتار ندی که نه څه چې تاسو ته رواح دي هغه تاسو نوی اسلام ګرځولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب