پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د ماشوم نړۍ واله ورځ دې مبارکه وي

د ماشوم نړۍ واله ورځ دې مبارکه وي

نازو پسرلی

د پردي هیواد یوه خاطره:

د مهاجرتو او پردیو هیوادو له نورو مسلو او تجربو سره سره د مور او پلا یو لوی مسولیت هم د اولادنو روزنه او ښې راتلونکې ته اندیښنه وي.

ښکاره خبره ده چا چې یوه ورځ هم په خپل هیواد کې تیره وي او یا پکې زیږدلی وي خو نور عمر یې په کډوالۍ ، په پردیو وطنو او میلو تیر وي هڅه به یې دا وي چې خپل ماشوم ته خپل اصلي کلتور او هویت ور وپيژني، که هر څومره د پردي کلتور په سیوري کې لوی شي خو په اصل کې د فرهاد دریا خبره «اصلي وطن افغانستان دی …. » نو هر مور او پلار هڅه کوي چې خپل افغانیت او خپل هویت خپلو اولادو ته په مستقیم او غیر مستقم وروښیي. متل دی چې وایي پردی کټ تر نیمو شپو وي. که نن دلته یو خو اخره به خپل وطن ته مخه کوو. خو کله کله خپله په یوه فکر کې یې او حالت بیا بل ډول.

د شاعروایې:

چې کیني نورو وطنونو ته زلمي لویوي
میندې لیونۍ دي نادانې دي

پردو بنګلو ته سره ګلونه دسپرلي لویوي
میندې لیونۍ دي نادانې دي

یو ځلې د ښونځي له خوا ماشومان په چکر تلل نو ما د خپل زوی د خوړو بکس «لانچ بکس » هیر شوی و چې ور ېې کړم.

څو ورځې ورسته یې ښونځي ته وروغوښتلم. په نارویژي هم ښه نه پوهیدم خو ښه و ترجمان ېې راغوښتی و. نو د ماشوم د خوړو په باره کې یو عالم خبرې او مشورې راته وکړې، خبرې ېې راته په زړه ولګیدلې خو په عین وخت کې ېې راپام هم کړ چې څو ورځې دمخه دې خواړه ورته په بکس کې نه ول ایښې.

زما تر دغه وخت هم نه و ورپام شوی چې زدکوونکي یې په چکر بیولي ول او ما لانچبوکس هیر وو.

په زړه کې ترې منندویه هم شوم چې څومره مهربانه خلګ یاست چې زما د زوی خوړو ته مو پام دی او دومره مصرف مو هم کړی چې ترجمان مو راغوښتی خو چې کله یې راته وویل ماشومان زموږ د ناروې راتلونکی نسل دی او موږ باید دراتلونکي نسل روزنې او روغتیا ته ډیره پاملرنه وکړو.

لکه له خوبه چې راویښه شوم چې د دې خلکو د پیشرفت علت څه دی او دا بې کړپه له عقدو او کینو لرې ټولنه اسانه او وړیا نه ده جوړه شوې.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    آغلې نازو جانې! دا خو واضح ده چې دا ملکونه چې ځوانان قبلوي د تکس او کار لپاره وي
    او چې اولادونه دلته پیدا شي د دوی راتلونکی کښې به ډیر رول لري ؛ خو مور او پلار او د کورنیو نورو غړو ته بایده دي چې په کور دڼنه نظر په سن اولادو ته د افغان او افغانستان ښه کلتور او عادتونه لږ لږ وښودل شي+ د دوی له ښو پوهنو او ټکنالوژیو ګټه پورته کړل شي.په بل عبارت هم د دین شي هم دسادین!.
    خدای مهربان دی ګوندې هیواد مو د پرمختګ پړاوونه ژرژر تیر کړي او ګوندې دا ملکونه لکه پنجابستان او … په زور ونهباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب