پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د دویمې نړیوالې جګړې اثرات

د دویمې نړیوالې جګړې اثرات

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


د دویمې نړیوالې جګړې اثرات

دویم نړیوال جنګ چې په لسګونو میلیونه خلک یې ووژل او په لس ګونو میلیونه کورنۍ یې په وچ ډاګ کښېنولې، د ډېرو تغییراتو سبب شو.دغه تغییرات د ځینو اولسونو په خیر تمام شول، د ځینو په زیان،مثلا د اروپا فاتح او مغلوب ولسونه یې دواړه له پښو وغورځول، جاپان ډېر تاواني شو خو ډېرې مستعمرې ازادې شوې، د ډېرو هېوادونو اقتصاد ورسره ښه وده وکړه. په افغانستان کې یې دوه وړه اثر وکړ، له یوې خوا د بهرنیو شیانو واردېدل لږ شول بلکې اکثر په ټپه ودردېدل چې زموږ خلک  یې بېرته د څو پېړۍ په شا ژوند ته اړ ایستل، له بلې خوا، د وارداتو د کموالي په وجه، زموږ په بانک کې اسعار ډېر ذخیره شول چې د هغو په برکت د هلمند وادي اباده شوه.

د دویمې نړیوالې جګړې په وخت اروپایي هېوادونه د یو بل په تباه کولو بوخت وو، فابریکو یې خپل داخلي ضروریات سم نه شو پوره کولای او موږ ته یې صادرات مشکل وو.جاپان هم په جنګ کې ښکېل و. هند په ایله کې د انګلستان ځینې اړتیاوې پوره کولې او موږ ته یې د خرڅلاو ډېر لږ څه لرل. له همدې امله زموږ په بازارونو کې اکثره توکي چې ورباندې روږدي شوي وو، نایاب شول، مثلا نفیس ټوکران، بوټونه، کلوشې، د آرایش سامان،صابون، د خاورو تېل او داسې نور نایاب شول…ځينې شیان ډېر لږ راتله لکه چای، بوره، دوا او اورلګیت.

تر هغه وخته چې دا شیان په بازار کې پیدا کېدل، که یې بیه هر څو پورته شوې وه، شتمنو لا ژوند نه و بدل کړی خو کله چې دوکانونه ترې تش شول، شتمنو هم د عام ولس پیروي شروع کړه. لومړی مشکل چې موږ ورسره مخامخ شو د بورې او اورلګیتو مشکل و. بوره به په کندز کې ډېرو لږو دوکاندارانو ته د ورځې یوه، یوه بورۍ ورکول کېده.دا د ګوتو د شمېر دوکانداران دې ته اړایستل شوي وو چې یوه کس ته په ورځ کې تر یوه پاو زیاته بوره ورنه کړي. د دوی دوکانونو ته به خلک هره ورځ د نوبت لپاره کتار ولاړ ول. زموږ کور لوی او مصرف مو ډېر و. مجبور شو چې له حکمران صاحب څخه اقلا د میاشتې د دوو سیرو امر واخلو. دا امر به مو دوکاندار ته ورښکاره کړ او هغه به بیا زیاته بوره راتلله.

اورلګیت به یو درجن یا دوه درجنه د کندز ښاروال په لاس کې نیولی، بازارته به راووت.یو، یو قوطی به یې خلکو ورکاوه چې هغه به په ډېره رسوایي له سلو پنځو تنو ته هم نه رسېده. زموږ چې په کور کې اورلګیت نه بس کېدل، مجبور به وو چې اور مړ کېدو ته پرې نه ږدو.

د جامو له خوا دوه کاله په دې سبب بېغمه وو چې یو خو لباسونه، که سړی ګوزاره کوي، دوه، درې کاله د اغوستلو وي، بله دا چې که یې قیمت لوړ شوی و، بازارونه لا ترې بېخي نه وو سپېره شوي خو کله چې بازار هم ترې مخ په تشېدو شو، موږ ته یې اندېښنه راپیدا کړه. دغسې د کلوشو فکر هم راپیدا شو ځکه په خټو کې نه بوټ کار ورکوي، نه وطني پڼې.

څومره چې جنګ اوږدېده، هغومره زموږ ستونزې ډېرېدې.چیني لوښي چې پخوا له چین،جاپان او شوروي اتحاده راوړل کېدل، بند شول. دغه درې سره هېوادونه په جګړو بوخت وو. د چینې لوښو له کموالي سره مو ګوزاره کوله ځکه پخواني لوښي په کافي اندازه موجود وو.

کله چې د لویې جګړې په منځ کې موږ چاردرې ته کډه وکړه، هلته مو هم د بورې او اورلګېتو امر له علاقه دار صاحب څخه اخیست.هلته بیا له یو بل مشکل سره مخ شو. چاردرې نه د کندز غوندې برېښنا لرله او نه کراسین( د خاورو تېل) پیدا کېدل.مجبور شو چې د خټو له ډېوو کار واخلو.د خټو په ډېوو کې به د زغرو تېل سوځېدل.فلته به مو له پنبې ورته په خپله خوښه جوړوله.د دې تورو ډېوو رڼا کمزورې او غوړ بوی او تریخ دود یې ډېر ځوروونکی و. د جنګ تر پایه بلکې تر هغه وخته چې بېرته د ځینو اجناسو واردېدل شروع شول، دغو تورو خټینو ډېوو ته اړ وو. دغه راز تر څو کلونو  پورې مو له له وطني شویو(کرباسو) استفاده کوله، د کلوشو په ځای مو اوزبکي کوشې په پښو کولې ، په ژمي کې مو چې د کوټ لپاره کشمیره نه پیدا کېده،په چپنو او برکو ځانونو پټول. چپنې مو بیا ډېر کلونه وروسته له جنګه هم اغوستې. دغه راز مسي غوري او قابونه مو واخیستل او مسي چای جوشونه مو جوړ کړل چې د چیني لوښو ځای راته ونیسي.

لکه چې د جهاني جنګ دویم کال و چې پلار مې زه، زما مور او زما وړه خور د غزني قره باغ ته بوتلو. دوه، درې میاشتې مو د اوړي شپې په قره باغ کې تېرې کړې. چې بېرته راوګرځېدو په کابل کې خبر شو چې د شمال په لور حرکت د صدارت امر غواړي او صدارت هغه چا ته امر ورکوي چې د ولسي جرګې وکیل یې د پېژندګلوي تصدیق او تضمین  وکړي. پلار مې مازدیګر په پوښتنه، پوښتنه د قطغن د وکیلانو د استوګنې ځای وموند. زه هم ورسره وم، ورغلو. د کندز وکیل د قطغن له نورو وکیلانو سره یوه وړه حویلۍ په کرایه نیولې وه، هلته په ګډه اوسېدل.چې د صدارت فورمه یې ورکړه، وکیل تصدیق کړه. بیا مې پلار مرحوم دغه تصدیق شوې فورمه له خپل فوټو او زما له فوټو سره چې لا وړوکی وم، د صدرات مربوطې څانګې او د خارجه چارو وزارت ته وروړه ، ښه و، اجازه یې ژر واخیستله، په بله ورځ په یوې وړې لارۍ کې کندز ته سپاره شو.

د دې سخت ګیري علت مې په وروسته کلونو کې له خپل پلار څخه وپوښت، پلار مې راته وویل: ګومان کوم دوو پېښو حکومت دې ته اړ کړی و چې شمال ته مجهول کسان پرې نه ږدي. یوه پېښه دا وه چې په دغو وختونو کې د حکومت کسانو دوه تنه مسلح المانیان تعقیب او په لوګر کې محاصره کړي وو. المانیان تسلیم  ته نه وو حاضر شوي، د جنګ په نتیجه کې وژل شوي وو. له دې پېښې داسې معلومه شوه چې دوی غوښتل په ازادو قبایلو کې خلک د انګرېزانو خلاف وپاروي چې د انګرېزانو پام د دې په ځای چې له روس سره مرسته وکړي، هندوستان ته واوړي.

بله پېښه دا وه چې افغان دولت ته اطلاع رسېدلې وه چې په شمال کې مېشته فرغانیان او بخارایان د سید مبشر خان طرازي په مشري وسلې اخلي چې د روس په خاوره حمله وکړي،څو روسان په دوو جبهو کې مصروف شي. هغه و چې حکومت سید مبشر خان له افغانستانه اخراج او عربستان ته  وسپاره او د ده مشهور ملګري یې لکه مولوي عبدالرحمن، قاري عبدالاحد او څو تنه نور چې ما یې نومونه ښایي اورېدلي وي خو نه مې پېژندل، ونیول او د لویې جګړې تر پایه یې په بند کې وساتل.

سید مبشر خان یو ښه عالم او د بخارا او فرغانې په خلکو کې منلی شخصیت و. کله چې له بخارا راواوښت، افغان دولت په کابل کې مېشت کړ. د پاچا د علمي مشاور په حیث یې ښه درناوی کېده، خو ویل کېدل د وسلو د تهیه کولو او د جنګ مصرف ورته المان منلی و.

د خیر خلک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب