پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د خیر خلک

د خیر خلک

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


د خیر خلک

دا هوښیار او د خیر خلک دي چې دنیا یې راته ښکلې کړې او ستونزې یې راته اسانه کړي دي. داسې کسان په هر ځای او هره زمانه کې دنیا ته راځي او چې چېرته ډېر وي، هغو ټولنو زیاته ګټه کړې ده. په قطغن او بدخشان کې هم هر وخت د ښه فکر، ښه نیت او ښه زړه خاوندان راغلي او د ښو نوم یې تر ډېرو پاته شوی دی. له ډېر پخوا سره کار نلرم. د بدخشان، بغلان او تخار خیرمن کسان هم چندان نه پېژنم، له کندره به سره وغږېږو، هغه هم له درست کندز څخه نه، بلکه له کندز ښار او خان اباد څخه.

په خان اباد کې یوه تاجره کورنۍ وه. په اصل کې د پروان د شاوخوا وه چې خدای خبر کله د تجارت په سلسله کې خان اباد ته راغلې او دلته مېشته شوې وه. ممکن یوه سدۍ پخوا. په دوی کې دوه وروڼه د محب الله خان او محمدالله په نومونو یادېدل. دوی دواړه په درست خان اباد او شاوخوا کې ډېر شتمن او په تجارت کې وارد کسان وو. دواړه وروڼه په ښه سړیتوب او په داد و معامله کې په صداقت و ګذشت مشهور وو، خو دوی په دې بسنه نه کوله، نور د خیر کارونه یې هم کول چې تر اوسه یې دوې نخښې په ځای پاته دي. یو یې د خان اباد د ښار په خوله کې د بنګي په سین یو پوخ پل تړلی دی چې تر اوسه لا استفاده ترې کېږي او د محب الله خان پل په نوم یادېږي. بل یې یوه مدرسه او جامع جومات په ښار کې اعمار کړي دي چې د محب الله خان مدرسه بلل کېږي.

دا دواړه د خیر کسان ما نه وو لیدلي، ممکن تر موږ پخوا به وفات شوي وو. په هغه وخت کې چې موږ په خان اباد کې و، د غفور جان په نوم یو پوخ ځوان د دې کورنۍ د مشر په نامه پاته و او خلکو به لوی تجار باله. غفور جان هم بې ازاره، شریف او محترم سوداګر و. په شیرخان بابا باندې ګران و. غفور جان خپل تجارت کاوه. کله یې هم د چا په کار کې مداخله نه کوله. که څه هم نایب الحکومه صاحب په ښه سترګه ورته کتل خو زما نه یادېږي چې ده دې د چا سفارش کړی وي یا ده دې د چا بد ورته ویلي وي. غفور جان مېلمه پال، د ښه ژوند و ژواک خاوند، مرتب سړی و.

بل د خیر سړی د سمندرخان په نوم یادېږي. سمندرخان هم خان اباد ته زموږ تر راتګ څو کاله پخوا وفات شوی و. د ده کور چلدر ته نژدې و. د هغه ځوانه کونډه او زوی مې لیدلي وو. ښځه یې هوښیاره، مهذبه او ډېره متقي او حیاداره مېرمن وه. د سمندر خان له مرګه وروسته یې بل مېړه ونکړ. د خان اباد له ښاره بهر د سمندرخان څه ملک پټی ورته په میراث پاته شوی و، په هغه یې د عزت ژوند کاوه. زوی یې سرور جان نومېده. ښکلی، شریف او متین زلمی و خو له بده مرغه په تنکۍ ځوانۍ کې چې تازه یې ماټې تورې شوې وې، وفات شو. په جنازه کې یې ډېرو خلکو برخه واخیسته. شېرخان بابا یې هم په جنازه او فاتحه کې حاضر و. دغه شان زموږ د کور ښځې هم څو ورځې فاتحې ته ورتلې. د سمندرخان مېرمن بیا شل، پنځه ویشت کاله یعنې تر مرګه پورې له موږ سره پاله له. خدای دې پرې ورحمېږي.

سمندر خان هم په اصل کې د پروان د خوا و. کله چې په خان اباد کې د پولیسو قومندان ټاکل شوی و، کډه یې خان اباد ته راوړې وه، هلته یې ځان ته کور اباد کړی و چې مېرمن یې تر پایه پکې اوسېدله. له مېرمنې سره یې د دې د خوریې کور هم و چې د دې خدمت او د سمندرخان د کور سرپرستي یې په غاړه اخیستې وه.ممکن میراث به یې هغه ته رسېدلی وي.

سمندر خان له ولس سره ښه رویه کړې وه چې تر اوسه پورې په ښه نامه یادېږي. بل دا چې د چلدراو مندوي تر منځ یې یو جومات او مدرسه په خپل مصرف اباد کړي وو چې اوس هم د ده په نوم دي.

بل د خیر سړی چې ما لیدلی و مرحوم حاجي نور محمد و چې په کندز کې په حاجي خاده مشهور شوی و. ده به ویل، حاجي خاده مې مه بولئ، حاجي نهال یم.

حاجي خاده د چاه آب و. په زړبودن کې کندز ته راکډه شوی و. په ښار کې یې د پوښښ لرګي خرڅول. د یوه سرای د وره خوا ته یې یو دوکان ځان ته نیولی و، چوکۍ یې پکې ایښې وې، کله به یوازې او کله به له مراجعینو یا ځينو دوستانو سره هلته ناست و. له دوکانه بهر یې د سرای دېواله ته پرېړ او نري لرګي درولي وو چې ډېره برخه به یې اوږده، نري لرګي وو چې د برنډو، څپریو، قیچي پوښو خونو د پوښلو  لپاره یې خلک اخلي. په قطغن کې دغو نریو لرګیو ته خلک خاده وایي،ځکه یې حاجي صاحب حاجي خاده باله. 

حاجي خاده دوه ټایري کراچۍ درلودې. د دغو کراچیو په ذریعه به یې دستکونه او خادې له لرې کلیو رارسولې چې د نهال ږدولو وخت به راورسېد،رستاق او نورو لرې سیمو ته به لاړ، د مېوه دارو ونو نیالګي به یې رانیول او په خپلو کراچیو به یې رارسول او پلورل به یې. له همدې کبله به یې ویل چې حاجي نهال مې بولئ.

حاجي نهال په زرګونو پیوند شوي نهال له ډېرو لرې سیمو د کراچیو په ذریعه رارسول چې د کندز باغدارۍ ته یې خدمتونه د ستایلو دي. څرنګه چې حاجي ډېر متجسس سړی و، له کندزه د بدخشان تر جرم او بهارک پورې به چې کله په نهالونو پسې روان و، د لارې شاوخوا به یې په دقت څارله، د هر وړ خاورې نمونه به یې ورسره اخیستله. هغه وخت چې سپین زر شرکت له جاپانیانو سره په ګډه د چیني جوړولو په کار پیل وکړ، حاجي له مختلفو ځایونو د خاورو نمونې ورته راورسولې چې وکتل شي د کوم ځای خاوره د چیني لوښو لپاره زیاته مناسبه ده. دغه شان یې د ځینو ځایونو له طبیعي چینو خټې او اوبه هم راوړې چې د خاورو د تېلو او نورو نفتي موادو څرک پکې لګېده، دا یې هم مربوطه مقاماتو ته سپارلې. دغه حاجي صاحب د کندز، بغلان او تخار د معارف له مدیریتونو سره قرارداد کړی و چې د درې واړو ولایتونو د ښوونځیو د ضرورت وړ تباشیر ورته تهیه کړي. ده په خپل  کور کې تباشیر جوړول او د معارف مدیریتونو ته یې په نازله بیه ورکول. لنډه دا چې حاجي صاحب په سپینه ږیره د وطن له  ښو خدمتګارانو څخه و،خدای دې ورباندې ورحمېږي.

حاجي خاده، د ده له قوله، په اسلامی هېوادونو کې زیات ګرځېدلی و. ده ایران،عراق،اردن،فلسطین،سوریه،ترکیه،عربستان،عمان،یمن، اوسنی تاجیکستان، اوزبیکستان،ترکمنستان او ډېره برخه د اوسني پاکستان… لیدلي وو. ځواني یې په سفرونو او سیاحتونو تېره کړې وه، دغه لارې یې کله سپور، کلی پلی، کله په بېړیو کې کچ کړې وې، خو متاسفانه سواد یې لږ و. کاشکې لیکوال وای، ډېرې ښې سفرنامې به یې لیکلې وای.

قطغن او بدخشان لویه ساحه او ګڼ خلک لري او اویا، اتیا کاله هم ډېر عمر دی. ډېر د خیر خلک به دلته تېر شوي او یا به فعلا هم موجود وي چې ما یې ذکر ونکړ. له هغوی څخه بخښنه غواړم.په دغه شېبه کې همدا کسان رایاد شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب