جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د محمود خان اڅکزي یادونه؛ د افغان کډوالو ایستل به...

پاکستان ته د محمود خان اڅکزي یادونه؛ د افغان کډوالو ایستل به ناوړه اغېزې در باندې وکړي

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، په سيمه او نړۍ کې چې کوم حالات روان دي، په داسې وخت کې په زوره او په ناوړه طريقه افغان کډوال له پاکستان څخه ايستل به منفي اغېزې ولري.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي: ” هر چا چې د افغان کډوالو د ايستلو پريکړه کړې دا ناسمه پريکړه ده، داسې په شډله طريقه ايستل يې نه وو پکار، داسې په کورونو ور ننوتل، زورول، تنګول، او پولو ته وړل دا ډېر ناروا عمل دی۔”

هغه له پاکستان څخه دا هم غوښتي، چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو له لارې د افغان کډوالو په تړاو یوې پایلې ته ورسیږي.

د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د پاکستان سرپرست حکومت د هغو افغان کډوالو د ايستلو لپاره عملیات پیل کړي چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو اسناد نه‌لري، خو داسې ډېر شکایتونه هم شته چې پاکستاني ځواکونو هغه افغان کډوال هم نیولي او شړلي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له ۱۷ تاریخ څخه تر ننه یوازې د تورخم له لارې ۳۵۰۰۰ زره کورنۍ چې ۲۰۰ زره کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

لا دقیقه معلومه نه‌ده چې له سپین بولدک لارې څومره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، خو پرون د د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ټولو راستنو شویو شمېر نږدې ۳۰۰ سوه زره تنه وښود.

د طالبانو د رژیم په ګډون، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر پریکړې د بیا کتنې او دوی ته د وخت ورکولو غوښتنې کړي، خو پاکستاني چارواکو د خپلې پریکړې په تطبیق ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب