شنبه, جون 1, 2024
Homeخبرونهایران:د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند غیر انساني او غیر...

ایران:د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان چلند غیر انساني او غیر اسلامي دی

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) ایران له پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو د شړلو روان بهیر غیر انساني او غیر اسلامي وباله او له دغه هېواده یې وغوښتل، چې لږ ترلږه تر راتلونکي پسرلي پورې دغو کډوالو ته له پاکستانه د وتو فرصت ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام سید رسول موسوي ویلي، هېوادونه حق لري چې په خپل قلمرو کې د کډوالو اړوندې چارې مدیریت کړي، خو د پاکستان په شان کړنه غیر انساني او غیر اسلامي ده.

ایراني مقام په افغانستان کې را روان ژمي او ناوړه بشري وضعیت ته په اشارې ویلي، چې سمدستي افغانستان ته د میلیونونو کډوالو شړل به دا وضعیت نور هم پېچلی او خراب کړي.

د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته، د پاکستان سرپرست حکومت د هغو افغان کډوالو د ايستلو لپاره عملیات پیل کړي چې د دوی له قوله، هلته د اوسېدو اسناد نه‌لري، خو داسې ډېر شکایتونه هم شته چې پاکستاني ځواکونو هغه افغان کډوال هم نیولي او شړلي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز نن په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې له ۱۷ تاریخ څخه تر ننه یوازې د تورخم له لارې ۳۵۰۰۰ زره کورنۍ چې ۲۰۰ زره کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

لا دقیقه معلومه نه‌ده چې له سپین بولدک لارې څومره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، خو پرون د د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ټولو راستنو شویو شمېر نږدې ۳۰۰ سوه زره تنه وښود.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران هم د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او وخت په وخت یې دغو کډوالو سره د ناوړه چلند او خپل هېواد ته یې د ور شړلو خبرونه خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب