جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهپر پاکستان د عباس ستانکزي تورونه او ورته ګواښونه

پر پاکستان د عباس ستانکزي تورونه او ورته ګواښونه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، ګنې دوی به یې پر وړاندې سخت عکس‌العمل وښيي.

ستانکزي، چې نن په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې، د پاکستان امنیتي ځواکونه ظالمان او رشوت خواره وبلل او ادعا يې وکړه، چې له افغان کډوالو یې د هغوی پیسې او شتمنۍ لوټلي دي.

دغه طالب چارواکي وویل:”کوم تصمیم چې دوی نیولی دا یو ظالمانه تصمیم دی، موږ یې په کلکه ټکو غندو. هیچا ته حق نه ورکوو چې زموږ په خویندو، وروڼو او ماشومانو داسې ظلم وکړي، لکه څه ډول چې یې د پاکستان امنیتي ځواکونه کوي. موږ ډېر زغم وکړ، له حوصلې مو کار واخیست او شدید عکس العمل مو ونه ښود. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی خپل رویې ته بدلون ور کړي او موږ مجبور نه کړي چې د دوی د عمل په مقابل کې عکس العمل وښیو”

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په خبره، پاکستان افغان کډوال یوه وسیله ګرځولې او ادعا يې وکړه چې له نړۍ يې پرې میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي او د افغان کډوالو له وجوده یې ډېرې مالي ګټې لاس ته راوړي.

ستانکزي ونه ویل، چې د پاکستان پر وړاندې به د دوی عکس العمل څه وي؟

مخکې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب خبرداری ورکړی و، چې پاکستان دې هومره وکري څومره یې چې په وینا رېبلی شي.

5 COMMENTS

  1. ملا صیب کبیر تیره میاشت له پاکستان څخه راغی او هلته خپل کور کی پوره څلویښت ورځی او شپی تیری کړی. د حقانیانو ټولو کورونه اسلام آباد کی دی. اول دی دوی خپل کورونه وباسی بیا دی داسی خبری وکړی. دا هر څه چی کیږی د طالبانو د خمارت په مشوره کیږی. کتل کیږی چی دغو مهاجرو کی ډیری یی افغانان هم ندی. دا یوه بله لویه پروژه ده چی ویل کیږی د پنجاب نیابتی جګړه به د روسانو، چین او ایران پر ضد مخکی وړی ـ

  2. طالبان باید ثابته کړي چې دوی رښتوني دي. باید د پاکستان تجارت د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته بند کړي، پاکستاني توکي او درمل مطلق بند کړي او په سرحدي ولسوالیو کې د کلدارې راکړه ورکړه جرم وګڼي. او په لویه کچه پاکستان ته د افغانستان اوبه مهار کړي.

  3. تر ټولو لوي غبرګون به هلته مزه کړي وای چې ستانکزی صیب خبري د دوی مشر هیبت الله کړي وای ځکه هغه ځان امیر المومنین ګڼي مګر د هغه کومه وینا چې رسانیو کې خپره شوه د پاکستان نوم يي وانخیست مطلب دا چې د وزیر دفاع په خبره چې نوم یي نه اخلو چې بیا اړیکو مو ورسره خرابیږي ، زما په نظر اوس موږ معادن لرو باید روس یا چین یا ترکیه ته یو معدن ورکړي او په مقابل کې د کنړ په اوبو باندې بندونه ورباندې جوړ کړي ترڅو زموږ وړیا اوبه ارزښت پیدا کړي او هغه اندازه اوبه چې پخوا ۵۰ کاله یی مصرف کړي یا خوړلی عوض یا بیه یی پري کړی او موږ راتلوونکي د تاجکستان، ازبکستان او ترکمستان له وارداتي برق څخه بی غمه شو مګر زما په نظر په اصل کې دا کار پخوا هم ندي شوي ځکه هغوی له طالبانو زیات د پاکستان خلاف خپل ځانونه حساب کول مګر کله چې نظام سقوط شو له ټولو مخکي هماغه کسان په پنجابي الوتکه کې پاکستان ته لاړل چې له هغه ځایه بیا ترکیي ته ورسیدل

  4. دملایانو ښځی په اسلام اباد کښی له پنجابی جنرالانو سره ناستی دی لوڼیې پنجابی هلکانو سره په کالجونو کښی درس وایې هغوی ته هيڅ خطر نشته هر څه چی راځی د افغان مظلوم ملت په سر راځی که تاسو په نو ملایان واقعاً مسلمان او دافغانستان یاست نو اول خپلی کورنی افغانستان ته راولی او لوڼی له کالجونو او ښونځیو منع کړی او لوی خینزیر هیبت خلکو ته ښکاره کړی دا هڅی د مظلوم افغان ملت سترګو ته خاوری اچول دی او د ساده خلکو پام اړول دی مګر ملت اوس پوه ده او په دی هڅی پوچو خبرو باور نلری او نه باور کوی

  5. دا اجنبی قدیانی غلام عباسک د نورو بویناکو خیټورو ږیرو په شان غولیدونکی انتقادونه پر پنجابی پاکستان نیسی ددی مضرو غلامو تربیه شوو قدیانانو په شان تربیه شوو کمونیستانو ( روسی + چینائی + نور نور لعنتی کمونیستی حشرات ) تربیه شوو په هدایت تښتیدلی غلام تنظیمونو او تربیه شوو غلام دیموکراتانو دافغان ملت دوښمنان دی همدارنګه د افغان ملت تباهی تهداب د ملی خائین سور محمد داؤد لعنتی کمونیستی کودتا له خوا ایښودل شوۍ دی !!!!
    تر څو چی دا رنګا رنګه تربیه شوی غلامان او ددوی کوکریان له مینځه ولاړ نشی افغان ملت به ارامتیا ونلری ددی حشراتو له مینځه وړلو لپاره په جدیت سره کار شروع او اولی مرحلی کښی باید قدیانی غلام طالبان له مینځه ولاړ شی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب