یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله ایراني چارواکو سره د ملابرادر هراړخیزې خبرې او پیغامونه

له ایراني چارواکو سره د ملابرادر هراړخیزې خبرې او پیغامونه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۱۵ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون (یکشنبه) په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان سره وکتل.

ښاغلی برادر د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ تهران ته ورسېد.

له عبدالهیان سره د برادر عکس په داسې حال کې اخیستل شوی، چې د افغانستان د بیرغ پر ځای هم د ایران بیرغ اېښودل شوی دی. که طالبانو د افغانستان ملي بیرغ منلی وای، دلته به د ایراني بیرغ پر ځای د افغانستان بیرغ اېښودل شوی وای.

د تهران ټایمز ورځپاڼې پر اساس، د اقتصاد، ترانزیت، ترانسپورت، ګمرکونو او چاپېریال په شمول په بېلابیلو برخو کې د کاري ډلو د جوړولو په شان موضوعات له ایراني چارواکو سره د ملابرادر د کتنو په اجنډا کې شامل دي.

 تهران ټایمز د ایران د حکومت رسمي دریځ منعکسوي او ملابرادر یې د «طالبانو» د حکومت د صدراعظم مرستیال بللی دی خو تسنیم خبري اژانس، چې له سپاه پاسداران سره نژدې دی، ملابرادر د «افغانستان د واکمن حکومت» د صدراعظم اقتصادي مرستیال بللی او ویلي یې دي چې ده له ایراني چارواکو سره د اقتصادي، تعلیمي او کلتوري همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې کړي دي.

له ښاغلي عبدالهیان سره د ملا برادر د کتنې په مهال د ایراني لوري په پلاوي کې یوه ښځه هم لیدل کېږي چې طالب چارواکي ته یو پیغام ګڼل کېږي.

د اسلامي همکارۍ کنفرانس په ګډون اکثرو اسلامي هیوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي او د نجونو د زده کړو مخالفت په نوره نړۍ کې د اسلام په اړه ناسم تصور پیاوړی کوي.

د تسنیم د راپور له مخې، ملابرادر د ایران له باندنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل:«افغانستان غواړي چې د ایران له لارې واردات او صادرات زیات کړي، په همدې خاطر د ایران له حکومته غواړي چې په دې برخه کې دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»

په وروستیو کې پاکستان د افغان سوداګرو پر وارداتي مالونو اضافي مالیې ولګولې او پر دې سربېره یې د افغان سوداګرو د مالونو د طی مراحل یا پروسیس وخت څو برابره زیات کړ چې دا د افغان سوداګرو په باور په لوی لاس خنډ پېښول دي.

د افغانستان جمهوري حکومت هم په ترانزیت کې د پاکستان له احتیاجه د خلاصون لپاره د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو لارو ته پام زیات کړ.

د ډېرو افغان سوداګرو په وینا، پاکستان عموماً هغه مهال چې د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت وي، خپلې لارې په یوه نه یوه پلمه بندوي او په دې ډول افغان سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړوي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان او ملاعبدالغني برادر د واخان دهلېز پر جوړېدو او له هغه څخه پر استفادې د ټینګار په ترڅ کې وویل، دا لاره د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دې دهلیز د جوړېدو د چارو د چټکتیا لپاره دې یوه ګډه کمېټه جوړه شی.

د طالبانو حکومت په ورستیو ورځو کې اعلان وکړ چې د واخان لاره به، چې څه باندې ۷۰ کیلومتره یې لا جوړه شوې نه ده، په خپلو امکاناتو جوړه کړي.

دا لاره تر ډېره افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له احتیاجه خلاصوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب