دوشنبه, مې 6, 2024
Home+خوږو ته لېوالتیا څنګه کمه کړو؟

خوږو ته لېوالتیا څنګه کمه کړو؟

تاند- د خوږو د ډیر خوراک د ضرر په اړه به مو له ډاکترانو ډیر څه اورېدلي وي. حتي یو شمېر ډاکتران بوره، سپین اوړه، او مالګه درې سپین زهرونه بولي.

خو له دې سره سره ځینو کسانو ته سخته ده چې له خوږو شیانو پرهېز وکړي.

په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې یو شمېر بوټي یا مسالې شته چې خوږو ته ډېره لېوالتیا کموي.

د اروپايي متخصصانو په باور که د چا د بدن مګنیزیم کم وي، خوږو ته به یې ډیر زړه کیږي، نو ښه ده چې د بدن مګنیزیم پوره کړو.

همداراز کوم کسان چې د پښتورګو تکلیف لري یا ډیر ستریس لري هم خوږو ته یې زړه ډیر کیږي.

ډاکتران وايي چې د خوږو د ضرر د کمولو لپاره پکار ده چې اوبه ډیرې وڅښو اوهمداراز هغه خوراکونه ډیر کړو چې مګنیزیم لري لکه د کدو تخم، کیلې، د لوبیا او دالونو په شمول حبوبات.

میګنیزم د ګولیو په شکل په درملتونونو کې هم موندلی شو.

په مسالو او نورو شیانو کې هیل یا لاچي، د دڼیا تخم چې په چپلي کباب کې ډیر استعمالیږي او دالچیني مرسته کوي چې خوږو ته لېوالتیا مو څه نا څه کمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب