یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون

د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون

جان روان ځاځی

د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون د نومبر په پنځمې نېټې شانګهای کې پرانېستل شو او تر لسمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د دغه نندارتون مساحت کابو يو ميليون او پنځه سوه زره متره مربع او د نندارځيو پراخوالی يې شاوخوا شپږ سوه زره متره مربع ښودل شوی دی، چې د نړۍ  ۱۵۴ هېوادونه، سيمې او سازمانونه او د افغان تصديو او شرکتونو په ګډون څه باندې۳۴۰۰ تصديو پکې ګډون کړی دی.

په يادو تصديو کې ۲۸۹ يې د نړۍ په لومړيو ۵۰۰ پياوړو تصديو کې راځي او يا هم په خپل مسلک کې ډېرې مخکښې دي او د دې ترڅنګ په دغه نندارتون کې د موټرونو، برېښنايي وسايلو، طبي وسايلو، معدنياتو او غلو دانو تصدۍ او په بېړيو کې د مالونو د ليږد راليږد پیاوړې تصدۍ هم برخه لري.

په دغه نندراتون کې د پاکې انرژۍ، مصنوعي ځيرکتيا او باکيفیته توکو توليدات هم نندارې او پلور ته وړاندې شوي، چې تر ۴۰۰ ډولو زیات پکې نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه شامل دي.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو تصدۍ او شرکتونه هڅې کوي، چې د دغه نندارتون له لارې خپل توليدات د چين لوی بازار ته ورسوي او خپل ځای ځایګی پکې ومومي.

د چين د صادراتو سږنی نندارتون په درېيو برخو ويشل شوی دی.

لومړی برخه يې د هېواد نندارځی دی، چې ۷۲ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو پکې خپل ملي يا ځانګړي نندارځي پرانيستلي، دويمه يې د سوداګريز نندارتون برخه ده، چې دا بیا د تصديو لپاره او درېیمه برخه يې بیا (هونګ چياو) فورم ته ځانګړې شوې ده.

د چین نړيوال وارداتي نندارتون د نړۍ لومړی داسې نندارتون دی، چې د ګڼو هېوادونو تصدۍ او شرکتونه پکې برخه اخلي او خپلو توليداتو ته پکې بازار موندنه کوي.

د چين د وارداتو لومړی نندارتون په ۲۰۱۸م کال کې د چين د دولت رئيس شي جین بينګ په لارښوونې جوړ او د هرکال په نومبر کې ترسره کيږي او سږنی یې شپږم نندارتون دی، چې پيمانه يې د تېرو نندارتونونو په پرتله پراخه او ډېرو تصديو پکې ګډون کړی دی.

د چين د وارداتو په تېرو پنځو نندارتونونو کې ۱۳۱ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډون کړی و، دوه زره نوي توليدات، نوي تخنيکونه او نوي خدمتونه پکې نندارې ته وړاندې شوي وو او د ۳۵۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت سوداګریز قراردادونه پکې لاسلیک شوي وو.

د دغه نندارتون لمن د ګډو ګټو پر مفکورې ورټوله ده او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پرانيستو همکاريو لپاره رغنده رول لوبوي.

دغسې نندارتونونه نه یوازې د تولیداتو د بازار موندنې لپاره، بلکې د هېوادونو د متنوع کلتورونو او ځانګړتياوو د پېژندلو لپاره هم ډېرې ښې زمينې برابرولی شي.

 

د چین نړیوال وارداتي نندارتون د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم وروسته چې په تېر اکتوبر کې د کمربند او لارې د لسمې کلیزې د لمانځنې په پار ترسره شو، يو بل مهم فعالیت بلل کېږي او د هېوادونو ترمنځ د همکاريو او د کمربند او لارې له باکيفيته ابادۍ سره مرسته کولی شي.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په تېر اکتوبر کې د کمربند او لارې د لسمې کلیزې د لمانځنې فورم ته په وينا کې د دغې لارې د باکيفيته پرمختګ لپاره اته تدبيرونه اعلان کړي او پر ګډو ګټو او پرانيستو همکاريو يې پکې ټينګار کړی دی.

نوموړي د ياد نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په پيغام کې ويلي، چې هېواد به یې ورخلاصون او پرانېستو همکاريو ته پر له پسې دوام ورکړي.

نړۍ د ورخلاصون پر مټ کولی شي، چې یو بل له ستونزو وژغوري او همدا لاره د انساني تمدن د پرمختګ مهم خوځنده ځواک هم بلل کيږي او د نړۍ سمسورتيا او پرمختګ ورپسې نغښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب