دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهتېرا کې د پاکستان د پوځ پر یوه برید مرکز برید شوی

تېرا کې د پاکستان د پوځ پر یوه برید مرکز برید شوی

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) په پاکستان کې د نا دامنۍ له نوې څپې سره جوخت، د پښتونخوا په تېرا کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز برید شوی.

پوځي چارواکي په دې پېښه کې د څو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن په نښتو کې د یوه ډګرمن په ګډون د څلورو سرتیرو د وژل کیدوه خبره کړې ده.

د پوځ په وینا، په نښتو کې درې سخت دریځي هم وژل شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي چې په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د حکومت پرضد بریدونه زیات کړي، فعال دی.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په دغه هېواد کې د نا دامنۍ د نوې څپې خبرداری ورکړ، خو د ځپلو لپاره یې د چمتووالي خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب