دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهایران تېره اوونۍ ۲۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي

ایران تېره اوونۍ ۲۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۱۵مه) د هرات  لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ایراني چارواکو یوازې د اسلام کلا بندر له لارې تېره اوونۍ ۲۰ زره کسان هېواد ته شړلي دي.

د اسلام کلا بندر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رییس عبدالله قیومي وویل چې تېره اوونۍ د یاد بندر له لارې ۲۰ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایلي، راستانه شوي هېوادوال د ایراني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او زیاتوي چې له دوی څخه یې په زوره پیسې هم اخیستې دي.

بل خوا د اسلام قلعه لپاره د طالبانو د رژیم کمیسار مولوي حضرت الله اغا  وايي، چې هره ورځ تر  دوو زرو پورې کسان په قانوني ډول ايران ته داخلېږي.

 دا په داسې حال کې ده، چې ایران ته د سفر پر مهال د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان کډوالو سره د ایران د چلند ستاینه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب