جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان: پر کونړ سېند د برېښنا بند جوړولو پلان لرو

طالبان: پر کونړ سېند د برېښنا بند جوړولو پلان لرو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت مسلکي مرستیال مجیب الرحمن اخوند زاده پر کونړ سېند د برېښنا بند د جوړولو د پلان خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې د دغه بند د جوړولو سروې شوې، خو د لګښتونو د زیاتوالي له امله سمدستي دا پلان نه شي عملي کولای.

سرچینې نه دي ویلي، چې په مشخص ډول پر دې بند جوړولو څومره لګښت راځي، خو زیاته کړې یې ده چې د مرستو او امکاناتو د موندلو په لټه یې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد شوي بند له جوړیدو سره به یو نیم سل زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید شي.

هغه د کونړ سېند په اوږدو کې د اوبو د نورو بندونو د جوړیدو د پلان خبر هم ورکړی.

په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو ګڼو افغانانو د کمپاینونو له ترسره کولو سره پر کونړ سېند د برېښنا بند د جوړولو غوښتنې کړې دي.

کونړ سېند له څو لسیزو راهیسې بې پوښتنې او وړیا پاکستان ته بهیږي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت او ختیزو ولایتونو نورو اوسیدونکو ته یې د نه مهاریدو له امله وخت په وخت تاوان رسیږي.

پر دغه سېند د بند جوړیدو غوښتنې له زیاته وخته کیږي او د بېلابېلو رژیمو چارواکي یې ورته ژمنې کوي، خو خلک ورته د شک په سترګه ګوري.

3 COMMENTS

  1. يواځې پنځه څلویښت ميګاواټه ؟!!!!!
    زما په اند د کونړ سيند د ۱۵۰۰ نه تر ۳۰۰۰ ميګاواټه پورې د بريښنا جوړولو وړتیا لري!

  2. پنځه څلویښت میګاواټه. پدی معنی چی د طالب پلار یی نشی جوړولی. طالبان دی اول خپل کورونه له اسلام آباد څخه وباسی بیا دی داسی خبری وکړی. څلویښت میګاواټه بدون له جنجال څخه د افغانستان په هر سیند جوړیدای شی لکه د سالنګ او پنجشیر په سیند ممکن لدی زیاته بریښنا تولید شی ـ

  3. په کنړ سیند باندې زیاد بندونه جوړیدای شي لومړی د شال بند چې ۷۹۸ میګاواټه وړتیا لري او بل هم ساګي بند چې ۳۰۰ میګاواټه ظرفیت لري نو همدارنګه په کاپیسا کې باغدری بند چې ۴۲۰ میګاواټه ظرفیت لري همدارنګه په تخار کې قلعه می په نوم بند شته موږ کولي شو چې په ټولو بندونو باندې کار وکړو پدې شرط چې سیاسی او ملي انګیزه د بیارغوني لپاره ولرو ځکه ددې ټولو پروژو تخنیکی سروی د کرزی په وخت کې شوي لا تر اوسه یی چا ډيزاین نده کړي چې دا ساحي پوری تړلی کار نده دا کار په دفتر کې د یو انجنیر له لوري هم کیدلی شي
    غنی هم پدې بند باندې چې څومره تمه کیده کار ونکړ مګر زیاتو کسانو به ویل چې غنی اوبه مهارول غواړی خو په عمل کې هیڅ هم نه کیدل تنها ملګری یی په وزارت کې په لوړ معاش مصروف کړي وو لکه تکل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب