جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان سره پر مرستو او تعامل د ملګرو ملتونو د سرمنشي ټینګار

افغانستان سره پر مرستو او تعامل د ملګرو ملتونو د سرمنشي ټینګار

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتیدو او تعامل ټینګار کړی.

نوموړی د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه استولي راپور کې د طالبانو پر واکمن رژیم هم نیوکې کړي، چې ګواکې د افغانستان له اړخه لاسلیک شویو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی.

سرچینې ویلي، چې دغو کنوانسیونونو ته د طالبانو د رژیم تر نه ژمن کیدو پورې دې د دوی رژیم په رسمیت نه پېژندل کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې نه تبعیض اصل ته د درناوي غوښتنه شوې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو حقونو درناوی وشي، په ټولو برخو کې ونډه ورکړ شي او د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي شي.

په راپور کې دا برخې د لومړیتوب په توګه په نښه شوي دي.

– له افغانانو سره دې نړۍوالې مرستې ډېرې شي.

– د افغانستان اقتصادي بیارغونې خنډونو لرې کولو لپاره دې اقتصادي ډیالوګونه او اصلاحات رامنځته شي.

– د افغانستان او نورو هېوادونو د نښلېدو لپاره دې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورې لارې فعالې شي.

– د داسې فعالیتونو هڅونه دې وشي چې پر بنسټ یې افغانان خپل سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز حقونه وپیژني.

طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان د فقر او اقتصادي ناورین په یوه تر ټولو بد وضعیت کې دی او له دغه وضعیت سره- سره پاکستان د څو میلیونو افغان کډوالو د سمدستي ایستو بهیر پيل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب