سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهټام ویست له طالبانو د امریکايي اتباعو د خوشي کېدو غوښتنه کړې

ټام ویست له طالبانو د امریکايي اتباعو د خوشي کېدو غوښتنه کړې

تاند- د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، له طالبانو سره په کتنه کې یې پر هغوی فشار راوړی چې په افغانستان کې بندي امریکایان خوشي کړي.

ټام ویست په وروستیو ورځو کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مسوول سُهیل شاهین سره وکتل.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو میلر په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړي رایان کوربټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکایانو امنیت ورته لومړیتوب لري او له طالبانو سره په خبرو کې فشار راوړل کېږي چې د رایان کوربت په شمول په افغانستان بندي امریکایان خوشي او خپل هیواد ته راشي.

رایان کوربت له ۲۰۱۰ څخه په افغانستان کې کار کاوه، په ۲۰۱۷ کې یې د بلوم افغانستان په نوم موسسه جوړه کړه.

نوموړی ۱۶ میاشتې پخوا د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او تراوسه بندي دی.

1 COMMENT

  1. اول دی امریکا دهغو بندیانو غرامت ورکړی چی په ګوانتانامو کښی بیګاه بندیان وه او جسمی او روحی زجرونه وکړل شول او د اویازره بیګناه افغانو شهیدان کیدلو ځواب دی هم ورکړی چې دا شل کاله یې افغانستان له تهدابه خراب کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب