دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ډېره اسماعیل خان پېښې ته د امنیت شورا او امریکا غبرګونونه

د ډېره اسماعیل خان پېښې ته د امنیت شورا او امریکا غبرګونونه

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۳مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکا متحدو ایالتونو د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پر پوځیانو د اوړمې ورځې ځانمرګي او وسله وال برید ته توند غبرګون ښودلی.

د امنیت شورا په اعلامیه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په اېکس پاڼه کې د دغه برید د عاملانو پر وړاندې پر جدي اقدام ټینګار شوی.

امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې له پاکستانه سره همکاري وکړي او د دې پېښې له عاملانو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو سره یې حساب وکړي.

پاکستاني چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځان وژونکي برید او له هغې وروسته نښتو کې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، په هغه موټر کې چې ځان وژونکي د پولیسو د ماموریت له لویې دروازې سره چاودنه ورکړې، ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو.

دغه برید چې مسولیت یې د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې اخیستی، په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترټولو خونړی برید بلل شوی دی.

پاکستان ادعا کړې چې د برید عامل افغان و او له دغه هېواده ورغلی و، خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا ادعا ناسمه ده.

5 COMMENTS

  1. هېچا ته حاجت نشته. په نړۍ کې هره نوې لوبه او هره ترهګره د وينو توېيدو پېښه چې کيږي همدا پاکستان پکې خپله ملوث وي. دوی يو عجيبه ملک دی چې هم ترهګر خپله پيدا کوي. هم يې خپله روزي او وسلې ورکوي او نور ځايونه پرې بېثباته کوي.
    دا هغه ګنده ملک دی چې دوی له پيدايښته تر دې دمه د نورو په لور غشي ايشتلي دي او هم يې ورته کوهيان ايستلي او کېندلي دي، نو ښکاره خبره ده چې چا ته کوهي کنې، نو خپله به دې پکې شپه وي.
    دوی ګوزار مخکې کوي او لاس خپل شا ته نيسي، خو مشکل دا دی چې دا ترهګرې پېښې ولې په نورو صوبو کې کيږي او په پنجاب کې نه، چې دا ولې؟

  2. ګداګر او تروریست پاکستان همدا برید د همدغو مرستو د راټولو د پاره خپله په خپل ځان کړیدی. په تروریستانو او د دې برید په عاملینو او همدارنګه تنظيموونکو او تمویلوونکو پسي بل چیرې مه ګرځئ بلکه په همدی پاکستان کي دي او مشخص او دقيق ځاي یی هم د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی ادارې او اردو يا پوځ دي.

  3. نور په امریکا د امنیت شورا او ملل متحد هیڅ باور مه کوی په نو د ملل متحد هيڅ هم نشته نور که څوک نه پوهیژی د فلسطین حالت وګوری چیری ده ملل متحد
    ملل متحد د سی ای ایې یوه څانګه ده چی د امریکا باد وزی بیا د ملل متحد له نوم نه استفاده کوی پاکستان یوازینې حرامونی ملک ده چی خپل ناموس نه د ګټی لپاره تیر دین خو هی نلری ټول بی دینه حرامونې دی افغانستان خود مختاره ملک ده نه د چا کار کښی کار لری او نه دهر بیغیرته خبرو ته اهمیت ورکوی یوازینې هیله زمونږ دا ده چی یو موټې او دینداره اوسو نور انشالله چی ټول به مختوری وی او ګوډاګی پاکستان به خپل ناروا پلار انګلیس ته به ورځې

  4. داسی نه وی چی د امنیت شورا غونډه د دیره اسماعیل خان تر پیښی دوه دری ساعته مخکی تر سره سوی وی. غربیان همداسی د فساد ګونیانی دی.!!!!!!.
    داسی ښکاری چی د یهودی – غربی کُفارو پلاس جوړ سوی داعشی کُفار د دیره اسماعیل خان په پیښه کی لاس نلری که نه همدی دوږخی داعشیانو زموږ په وطن او نورو سیمو کی ډیری خونړی او ویرانوونکی حملی تر سره کړی دی خو امنیت شورا د هغوی په وړاندی هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
    په نړی کی سخته بی عدالتی حاکمه ده.

  5. دا ټول د کافرستان رذیل پنحابي فزنګي مکر ده. اوس غواړي بیا فاحشي امریکې ته وژاړي سي موږ خو داسي په بد حال یو لعنت په پنجاب 😡🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب