پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد نهو نړیوالو مرستندویو موسسو ډلې د افغانستان لپاره د فوري مرستو...

د نهو نړیوالو مرستندویو موسسو ډلې د افغانستان لپاره د فوري مرستو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۳ مه) د ۹ نړیوالو ناحکومتي موسسو یوې ډلې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، له نړیوالې ټولنې او مرستندویانو وغوښتل، د دې لپاره چې افغانستان ته بېرته راستانه شوې او بې ځایه شوې کورنۍ په ژمي کې ژوندۍ پاتې شي، په فوري ډول خپلې مرستې زیاتې کړي.

دوی پر دې سربېره ویلي، د دې لپاره چې دا بحران لا ژور نه شي د کډوالو له کوربه هیوادونو غواړي چې افغانانو ته تر هغو د پناه ورکولو ته دوام ورکړي چې په خپل هیواد کې یې د اوسیدو خوندي او مناسب شرایط برابریږي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده افغان کډوالو له خپلې خاورې باسي.

له هماغه وخته تراوسه پورې نژدې ۵ لکه افغان کډوال پاکستان ایستلي او له بلې خوا ایران په تېرو درو میاشتو کې لږترلږه درې نیم لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.

په دومره لنډ وخت کې د دومره ډېر شمېر کډوالو ستنېدو په افغانستان کې پر نړیوالو مرستندویو موسسو هم فشار زیات کړی ځکه چې له مخکې څخه څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان په بشري مرستو متکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب