شنبه, مې 18, 2024
Home+(report) راپور | اوږۍ سعادت امانزۍ

(report) راپور | اوږۍ سعادت امانزۍ

د راپور په اړه لا تراوسه هم موږ کره منلی او یو ځانګړی تعریف نه لرو. هر پوه ورته د خپلې پوهې پر بنسټ یوه پېژندنه ټاکلې ده چې ځينو ته به یې په لاندې بڼه اشاره وکړو:

 -د راپور ویې له لاتیني ویې (رپورترې) څخه اخیستل شوی دی. په انګلیسي کې ورته (ریپورت) په فارسي کې ورته ګزارش او په پښتو کې هم د راپور په معنا چې د انګلیسي ژبې اخیستل شوی ویې دی کارول کېږي. اصطلاحي پېژندنه یې ډېره ده لکه:

– هغه لیکنې ته ویل کېږي چې د یوې څېړنې، سپړنې، پوښتنې، او پایلې رانغاړي.

-هغه لیکنې ته ویل کېږی چې د یوې شوې پېښې یا حالت په اړه بشپړ او کره معلومات ورکوي.

-هغه وینا ده چې په حقیقت، رښتیا او رښتینولۍ ټینګار ولري.

– هغه لیکنه چې د یوې موضوع څرنګوالی پکې معلومېږي راپور ورته ویل کېږي.

-هغه لیکنه ده چې په کې د یوې موضوع په اړه خبر ورکول کېږي.
– هغه لیکنه کې چې یوه موضوع د واقعیتونو په اساس په ژوره او دقیقه بڼه وڅېړل شي راپور ورته ویل کېږي.

– راپور د تېرو او نویو پېښو بیان ته چې په منظمه بڼه په یو ځانګړي چوکات کې لیکل شوي وي ویل کېږي.

 راپور هغه لیکنې ته ویل کېږي چې د یوې ستونزې د حل او یا د یو سوال د ځواب لپاره لیکل کېږي.-

 او یا راپور د هغه معلوماتو تنظیم او برابرولو ته ویل کېږي چې په یوه اداره کې رامنځته کېږي.

د راپور د مخینې په اړه دا ویلای شو چې له  پخوا وختونو څخه یې د خلکو په منځ کې په مختلفو بڼو شتون درلود ځکه چې انسان فطرتاً یو بل ته د خبر ورکولو یا د یوې پېښې په اړه د معلوماتو او یا هم د خپلو ښو او بدو یادښتونو په اړه د کیسې کولو فطرت له ځان سره لري نو پر دې بنسټ ویلای شو چې د راپور پیدایښت هم د انسان د پیدایښت سره مل و او موږ له هغه دوران نه رانېولی راپدیخوا د راپور بېلابېلې بڼې د هغو د ژوندانه په مختلفو لړیو کې موندلای شو.

 د راپور  لیکلو موخه

    د راپور لیکنې بنسټیزه موخه خلکو ته د حقایقو بیان او حقیقت ته د هغو رسول دي. موږ د راپورونو په مرسته په ډېره اسانه بڼه کولای شو چې د یوې پېښې څخه هغو ته راپور ورکړو او هغوی له مهمو  او هر اړخیزو کره جزییاتو څخه خبر کړو.

د راپور ځانګړنې

یو ښه راپور باید لاندې ځانګړنې ولري:

-په حقایقو ټينګار ولري یعنې هر هغه څه چې په یو راپور کې لیکل کېږي حقیقي بڼه ولري.

-د پېښو او خبرواترو یو منظم او منطقي تړاو ولري.

-سر او پای یې معلوم وي او یو لوستونکی باید پر دې پوه شي چې راپور له کوم ځایه پیل شوی او چېرته ختمېږي.

-موضوع یې مشخصه او روښانه وي.

– د پېښې د وخت، ځای او حالت سره سمون ولري.

 – ښه راپور یوه مشخصه پایله لري.

-موخه یې روښانه وي.

ـالفاظ یې لنډ ،زړه راښکوونکي او لوی مفهوم لري او له بیځایه اوږوالي څخه پکې مخنیوی شوی وي.

-ژبه یې او ساده روانه وي او هر وګړی پرې په اسانه پوهېږي.

د راپور لیکنې لاملونه

راپورونه د بېلابېلو عواملو له امله لیکل کېږي چې ځيني یې په لاندې بڼه یادوو:

-د اختلافاتو له امله :که چېرې په یوه اداره کې اختلافات رامنځته کېږي نو یوه اداره اړ ده چې ددې اختلافاتو د حل په موخه خپلو ذي ربطو ادارو اویا لوړپوړو چارواکو  ته راپور ولیکي .

-که چېرې په یوه اداره کې ستونزه رامنځته شي، د یوې ستونزې لامل په ډاګه شي او یا هم د یوې ستونزې په اړوند پرېکړه وشي نو په دغسې حالاتو کې هم د راپور لیکل اړین دي.

-په ورځنیو راپورونو کې د تېر شویو مسایلو ستونزې او رامنځته شویو خنډونو په اړه او د نویو نظریاتو او آندونو د وړاندې کولو لپاره هم راپورونه لیکل کېږي.

–   کله چې یوه پېښه رامنځته شي او یا د نوې موضوع د رامنځته کېدلو په صورت کې هم راپور لیکلای شو.

د راپور ډولونه 

 د راپور ډلبندي محدوده نه ده او پراخ چوکاټ لري. موږ د هرې موضوع په اړه او په هره برخه کې چې اړتیا وي راپورونه لیکلی شو خو ځینو پوهانو بیا د کمیت له پلوه په لنډ او اوږده او د منځپانګې له اړخه په مختلفو ډولونو ویشلې دي چې:

۱: ملي راپور.

۲:د نظارت راپور .

۳:د تفتیش راپور.

۴:د کار د کړنو راپور.

۵:د تولید د څرنګوالي راپور .

۶:فرهنګي راپور.

۷: سیاسي راپور.

۸:د ټولنیزو مسایلو راپور .

۹: تاریخي راپور .

۱۰: اقتصادي راپور .

۱۱: طبي راپور .

۱۲: فولکلوري راپور .

۱۳: ژورنالیستیکي راپور.

۱۴: تکنالوژیکي او د سفر او د سیاحت په اړه راپورنه د بیلګې په توګه یادولای شو.

د راپور لیکنې اساسي توکي:

۱-عنوان:

 د راپور عنوان، ځای او نیټه یې باید مشخص وي ځکه یو لوستونکی یا اورېدونکی باید په دې وپوهېږي چې دا راپور د څه شي په اړه، څه وخت او په کوم ځای کې لیکل شوی دی.

۲ : لنډیز :

په  دې برخه کې ستاسې د راپور د ټولو کلیدي او بنسټیزو مسایلو یادونه کېږي نو دا برخه ډېره اړینه ده او هر لیکوونکی یې باید په لیکلو کې ډېر ځيير او دقیق  وي ځکه ځيني کسان کېدلای شي چې ډېر وخت ونلري او یوازې ستاسې د راپور د لنډيز په لوستلو بسنه وکړي.نو لنډيز باید په داسې کره اولنډه بڼه ولیکل شي چې د یو راپور ټول بنسټیز مساییل ونغاړي.

 ۳ : سریزه :

ستاسې د راپور لومړنی پاڼه په سریزې پیلېږي .په دې برخه کې تاسې د ټولو هغو مسایلو او ستونزو یادونه کوئ چئ ددې راپور  په لیکلو کې ورسره مخ شوي یاست او هغه مراحل په منظمه بڼه پکې تشریح کوئ چې ددې راپور په چمتو کولو کې مو ترې ګټه اخیستي وي.

۴ :اصلي موضوع :

دا برخه ستاسې د راپور اصلي منځپانګه جوړوي .ددې برخې د کره لیکلو لپاره  غوره ده چې  تاسې د راپور اساسي موضوع په لویو او کوچنیو موضوعاتو او عنوانونو وویشئ او د هر عنوان لاندې لنډ خو کره او اساسي معلومات وړاندې کړئ او ددې معلوماتو وړاندې کول او د عنوانو تنظیمولو مو باید د محتویاتو په اساس وي. کوښښ وکړې چې ډېرو مهموموضوعاتو ته په لومړي سر کې ځای ورکړئ.

۵: پایله

په دې برخه کې تاسې د راپور  اساسي موضوعات په خلاصه بڼه ذکر کوئ او ددې ترڅنګ هغه پایله هم لیکئ کومه چې تاسې ددې راپور د لیکلو څخه ترلاسه کړې ده. په لیکلو کې باید له دېر ځيرتیا او ځيرکتیا څخه کار واخیستل شي ځکه د لنډيز غوندې  زیادتره کسان د یو راپور اصلي توکي موضوعات  او محتویات د پایلې څخه ترلاسه کوي په ځانګړې بڼه هغه وخت چې راپورونه ډېر وي او د ټولو د لوستلو لپاره لازم وخت ونلري نو د پایلې په لوستلو بسنه کوي.

۶: اخځلیکونه او ضمیمې

په برخې تاسې د هغو ټولو منابعو او موخذونو یادونه کوې چې دا  راپور مو ترې چمتو کړی. همدارنګه د کومې ادعاوو د ثابتېدلو لپاره  چې تاسې له کومو منابعو او وسایلو څخه کار اخیستی د ټولو یادونه په دې برخه کې اړینه ده.

اخځلیونه:

۱: آرین ،خالد، اصول ګزارش نویسي. (۱۳۹۱).تهران.

۲: بیګي، سجاد،از صفر تا صد اصول ګزارش نویسي اشنا شوید. (۱۳۹۹).خانه ګزارش نویسي.

۳ : نوري، شیر احمد. اداره او مدیریت. پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي .

۴: د ادارې او مدیریت درسي چپټرونه او نلاین مرکې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب