شنبه, مې 4, 2024
Homeادبکره کتنهد بېګانه (پردي) راتګ؛ پښتو ته |غني حسن

د بېګانه (پردي) راتګ؛ پښتو ته |غني حسن

د سریزي په توګه:

      تر ناڅاپي مړینې یو کال مخکې د البر کامو لیکنه بنده شوه-البر کامو په پښتو ژبه او ادبیاتو کې ډېره کمه پېژندل شوې څېره وه؛ خو اوس به نه وایو چې وه، بلکې وایو به چې ده، ځکه په پښتو ادبیاتو کې د دې څېرې د پېژندل شوي مشهور اثر پردي (بېګانه) په راتګ دا تشه ډکه شوه او دې تشې ته یو داسې چا اوږه ورکړه، چې هم خپله د داستاني ادبیاتو د یو داسي پردۍ لارې لاروی او شخص دی، چې راتلونکي کې به د پښتو په داستاني ادبیاتو کې د یوې نوي لارې پرانیستونکی وي؛ خو لارې به یې پردۍ نه وي، بلکې په یوې پردۍ زوایې به څوک ور داخلېږي، هغه حیات ژوند دی، چې په پښتو کې یې د البر کامو څېره معرفي او بېګانه دننه کړ. زه لومړی حیات ژوند او ورپسې د پښتو د داستاني ادبیاتو لارویانو ته مبارکي وایم او مبارکي باید ځکه ووایو، چې موږ په دې ورستیو کې د داسي څېرو او اثارو سره معرفي شوي یو، چې لا ډېر پخوا باید معرفي شوي وای لکه: د البر کامو او کافکا د افکارو او اثارو سره؛ خو زموږ دا هیله حیات ژوند د البرکامو په مشهور اثر پردی (بېګانه) کې او جبارفراز د کافکا په (مسخه)کې راپوره کړه ډېره مننه ستاسي له دواړو څخه.

البر کامو:

البرکامو یوازې ۴۷ کاله ژوند وکړ. پلار (لوسن کامو) بیا البرکامو د لومړۍ نړیوالي جګړې په درشل کې د (مارن) په جګړه کې یوازې پرېږدي او د یوه زحمي حالت څخه کړېږي خپله ساه په یوه روغتون کې ورکوي او کامو یتیم پرېږدي، چې البر شاوخوا د یوه کال و.  د البرکامو ژوند همدلته له بېګانه‌ګۍ سره تړل کېږي او د خپلي کونډي مور(کاترین سانتېس) او یوه ورور(لوسېن کامو) سره د غربت په یوه بدخونده ماحول کې راپیلوي. د زده‌کړي په جریان او د غریبۍ په دې بې پلاره ژوند کې کامو ته نری رنځ دننه کېږي او کامو نور له جوړو کسانو څخه پردی کېږي. کامو په همدې ناروغي کې د ورځنیو یاداښتونو په لیکلو پیل کوي، چې لومړنی په زړه پوري اثر(د نیستۍ شاعر) پنځوي، ورپسې ( د موسیقۍ په باره کې) کلمات جوړوي او سپین‌کاغذونه توروي. دا وخت ۱۹۳۲ز کال دی، چې کامو ۱۹ کلن دی، او دی دا وخت د لیسې په یوې مجله (سوېل)کې خپلې لیکنې خپروي او له دې لارې څخه کم شمېر خوشمړي ترلاسه کوي، چې کامو دا وخت د ادبي اثارو تر څنګ پر فلسفي اثارو هم تمرکز کوي، (هذیان)، (ګومان)، (د درواغو وسوسې) او ( ځان ته راستنېدل) یې د یادونې وړ دي. کامو تر لیسې وروسته د الجزایر پوهنتون د تاریخي ژبپوهنې په پوهنځی کې داخلېږي او د یونان پر فلسفه ور برابرېږي مخ د اروپا پر خوا نیسي په کمونیسټ ګوند کې غړیتوب اخلي، مشهور اثر (له روح او مړینې سره) یې خپل سفر او دا راتګ انځور کړیدی. له میرمني سره یې جنجالونه اوبالاخره طلاق او نور هم د بېګانه‌ګۍ لوري ته ځان ټېل وهي، چې دا وخت نو د ده د اثارو د اوج وخت وو او دا تحفې یې نړۍ ته وپنځولې ننداره یې(د سیزیپ افسانه) ناولونه یې (نېکمرغه مړینه) او پردی(بېګانه) دي.

د البرکامو په اړه:

       کامو د ځينو لیکوالو په څېر ځان له هنر څخه ځاروي؛ خو د خلکو د خواخوږۍ هیله‌من نه دی. ژان‌پل‌سارتر

۱ـ کامو نه یوازې یو ښه لیکوال، مدني فعال او ورځپاڼه لیکونکی و، بلکې له ځوانۍ څخه یې د تیاتر سره مینه او دلچسپي وه، د همدې میني له وجې یې خورا عالي ترینه نندارې وکښلې، چې اوس په فرانسه کې په هر کال کې پر یوې ننداره کار کېږي او وړاندي کېږي.

۲ـ کامو د ژوند یوه کوچنۍ برخه په سیاست کې هم تېره کړه او د کمونیسټ ګوند غړی شو؛ خو د څو لاملونو لکبله یې له ګوند څخه ووت. یو نظر دادی، چې د سارتر او کامو که څه هم ښه ملګريتوب وو؛ خو د سیاسي نظریاتو مخالفت یې خورا جدي وو؛ اما بل نظر دا دی، چې نوموړی پر راتلونکي لنډ مهال کمونیسټي ایډیالونو څخه مایوسه شو او له دغه ګوند څخه ووت.

۳ـ کامو د محصیلۍ په دوره کې پر یوې ښکلي نجلۍ (سېمون آیئه)  زړه بایلو چې د هغه وخت محصلینو به سېمون د کامو دلبره بلل، اما هغه ورڅخه جدا شول؛ خو د هغې سره یې مینه تل په زړه کې وساتل همدا وجه وه، چې ښځو ته یې درنښت درلود.

۴ـ کامو که انقلابي لیکوال نه وو؛ خو د یو دروني انقلاب څخه یې رنځ وړئ او تل به له یوه درد څخه ځوریده، چې د هغه درد یوه برخه شاید په بېګانه کې ومومئ.

۵ـ درې ښځې یې په ژوند کې تر نورو مهمي وې لکه مور، انا او فرانیسس آیئه. کامو د فرانیسس سره واده وکړ او له هغې څخه یې دوه اولادونه وشول، خو له بده مرغه چې تر پایه یې ملګرتیا ونه شول…

د بېګانه (پردي) په اړه:

      البرکامو- بېګانه (پردی) په ۱۹۴۲زکال کې په یوه داسي وخت کې دا اثر وړاندې کړ، چې د دوېیمې نړیوالي جګړې د اوج وخت وو. دا د البر‌کامو هغه نړیوال مشهور اثر دی، چې تر لیکلو وروسته یې نړیوال په فکر کې واچول او په داسي فکر چې البر‌کامو ورباندې پوهیدلي او ننوتلی وو. کامو غوښتل خپل فلسفي افکار په خپلو ادبي اثارو کې منعکس کړي لکه په بېګانه، د سیزیپ افسانه، عادل انسان وژونکی او ناسم پوهاوي کې درک کولای شئ، د ده داستاني اثار په واقعیت کې د کامو د فلسفي افکارو هنداره او تصویرونه دي، ځيني یې اخلاقي درسونه هم لري لکه په پردي(بیګانه) کې چې د یوه ځوان د نابدلیدونکي ژوندانه حالت بیانوي. دا داستان د یوه روحي حالت تصویر انځوروي، چې دغه حالت ته په ټولنپوهنه کې(انومي) وايي او انومي د هغه حالت څخه عبارت دی، چې انسان د پردیوالي احساس کوي او خپل احساسات له ټولنې سره نشي شریکولای. د دې داستان اصلي کرکټر د ژوند په اړه دود شوې پوښتنې او نړۍ د واکمن بهیر څرنګوالی نه شي ځوابولی او هر چیرې چې ګوري یوازې او یوازې دوه مخي او غم یې تر سترګو کېږي.

بېګانه (پردۍ):

     داستان په یوې داسي جملې شروع کېږي( مور نن مړه شوه، ښایي پرون مړه شوې وي، نه پوهېږم) دا جمله نه یوازې دا چې د داستان معرفيت کوي، بلکې یو ډول د ناول د لنډيز سره-سره یو رمز دی او هغه د داستان په پای کې په داسې شکل وړاندي کېږي، چې بېګانه ته لا خوند او رنګ ورکوي.  دلته د پام ځای دا دی، چې د ناول خاص کرکټر(میرساولیټ) ته تلګراف رسېدلی؛ چې مور دې مړه شوې سبا یې ښخوو. میرساولیټ ته د مور د مړینې خبر ډېر مهم نه دی؛ خو دا مهمه ده، چې مور کله مړه شوې ده؟ نن که پرون او که… د پردي تلوسه( suspense) همدلته شروع کېږي، چې د داستان لوستونکي له ځان سره اخلي. دې داستان کې یو ځوان د یو دفتر له ټیټ رتبه مامورینو څخه دی، چې مور یې څو کیلو متره لیرې د بوډاګانو په کور کې پرې‌ایښې ده، مور یې مري؛ خو ده ته یو لیک رسېږي په هغه کې فقط لیکلي دي، چې مور دې مړه شوې سبا یې ښخوو. د مور د ښخېدو لپاره روانېږي او تر سهاره په ویښه د مور جسد ته تېروي، د مور پر دې مړیني میرساولټ ته هیڅ ژړا نه ورځي او نه یې هم له سترګو اوښکوي توېږي. سهار چې د مړو د ښخولو مامور د هغه د تندي خوله وچوي؛ وايي سخته ګرمي ده، خو دی اسمان ته ګوري، ورته وايي هو. وروسته پوښتنه کوي، دا ستا مور وه؟ دی ورته وايي هو. هغه بیا پوښتنه کوي، بوډۍ وه؟ دی جواب ورکوي هو. بیا پوښتنه کوي عمر یې څو وو؟ پوره عمر یې راته مالوم نه دی. د میرساولیټ بې پروايي او پردیتوب یا بېګانه‌ګي دلته خلکو ته مالومېږي چې د خپلي مور په اړه هیڅ نه پوهېږي او یا هیڅ نه وايي. دا داسي یو حالت دی، چې ډېر کله یې څوک نسي درک کولای؛ ځکه دا شخص د برخلیک یا تقدیر څخه ناخوښه دی، د ده نظر د خپل ځان په اړ دا دی، چې ته ښه ژوند نه لرې ستا ژوند یو ډول وحشیانه دی؛ خو د دې سره-سره یو ټمبل، لټ، خاموشه، سګرټي او بې میني انسان هم دی، د خپل مور د مړینې په وړاندې بې‌احساسه او سوړ غوندی حالت لري. اصلن د میرساولیټ یوه ښه ځانګړتیا دا ده، چې درواغ نه وايي، نور ټول چې کوم ډول دغسې تکتیکونه کاروي دی ورڅخه کرکه لري، بله ځانګړتیا یې دا ده، چې یو پټ حقیقت وايي، د مور د مړینې په دوهمه ورځ د خپلې ملګري ماریا سره د میني ډکه ورځ او شپه تېروي  او په یو رومانټیکه زمانه کې ننوزي آن د سیکس مالګه څکي؛ خو لا د واده او د ماریا سره د عشق خبرې یې نه وې ماتې شوي، چې د یوې وژنې سره مخېږي او قتل کوي، دا چې کیسه څومره نوره جالبه کېږي او قضیه څارنوال او مدافع وکیل څنګه سره سپړي نور نو بېګانه پخپله ولولئ، چې ډېر په زړه‌پوري او جالب ټکي پکښي سته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب