موږ معاصره نړۍ ته ځکه معاصره وایو چې د مفکورو بدلون پکې یو لوی اصل دی او تر پخوا یې هم غوره والی په دې کې دی چې افکار په نوي خُم کې لمبېدلي دي پخوا به غچ اخېستل یو اړین اصل و؛ خو اوسني انسانان غوره بدله بخشش او بخښنه بولي، پخوا پر دې ټېنګار و تر څو د یو نا چیزه خبرې بَدّله واخلي، چا چې به د بدو بدله نه شوه اخېستلای هغه به تل غندل کېدی خو اوس دغه د بری لار نه ده، د بري لار یوازې بخښنه ده، انسان او انسانیت ته په درنه سترګه کتل دي د شاعر په وینا:
مــخامــخ راته د ســـر قاتل ولاړ دی
خو انسان دی پرې ګُزار کولی نه شم
خو همدا غچ اخیستل هم فرق کوي. زموږ عام تعبیر له غچ اخېستلو د خپل حریف وژل، ځورول. د هغه بد نامول او ورته نورې چارې دي؛ خو پرمختللې نړۍ داسې نه ده هغوی غچ اخېستل په خپل بریالیتوب کې ویني او په دې ډول خپل حریفان ماتوي؛ خو موږ دغسې نه یو په تاوتریخوالي پسې لا تا وتریخوالی زیږوو، ددې پر ځای چې د افکارو ګردونه و څنډو لا ورباندې خاورې شېندو چې دا یو ناسمه کړنه ده، موږ باید د حُسن بقا لپاره کار وکړو تر څو چې د تاوتریخوالي جواز مو په ټولنه کې شنډ او تلپاتې شنډ شي شاعر وایي:
راځئ چې لپې د خپل حُسن د بقا ډکې کړو
راځئ د سولې سیند کې ومینځو د جنګ وختونه
اوس هم زموږ د ټولنې پر افکارو هغه پخوانی نظام تر یو بریده حاکم دی، په ویالو کې یې د انتقام اوبه درومي؛ خو زموږ د ځوانانو تر منځ نه یوازې چې همدا د لویو انتقامونو انګازې خورې دي بلکې د وړو خبرو پر سر هم پر یو بل دوړې شېندي چې دا هم تاو تریخوالي ته د جواز لټون یوه لاره ده؛ بویه چې اوسنۍ زمانه او ځوان کهول باید داسې و نه اوسي د شاعر په وینا:
د ورییځ له سیوري تله د لارې زده کړه
چیرې نه د مېږي زړه درنه ازار شي
زموږ ټولنه په ځانګړې توګه ځوان ماحول مو اوس هم اخلاقي درسونه او لارښوونو ته تر ډېره اړتیا لري، ځکه همدا په یو بل پسې خبرې کول او تاوتریخوالي ته لمن وهل او ورته د جواز لټون به د اخلاقي تومني کمی وي، موږ باید اخلاقي اقدارو ته د تجربې په رڼا کې وګورو.
موږ تر یوه حده د کلانکارۍ پر اس هم سواره یو او هر څه ته سر نه ټېټوو دامنم چې انسان همت لري؛ خو غرور د انسان سره نه ښایي د استاد غضنفر په وینا (( کلانکاران به ډېرو سر ټېټیو ته مجبور شي.))؛ نو بویه چې له دې سترې ناروغۍ څخه ځان پنا کول پکار دي، د معزالله خان مومند په وینا:
سر ټيټي له سر کشۍ سره لازم وي
که یقین نه کړې لږ و ګوره مینا ته
موږ نه یوازې چې کلان کار او سر کشه یو بلکې موږ تر یو بریده تنګ نظره مخلوق هم یو چې دا هم د وخت په تېرېدو د ټولنو او ځوان نسل تر منځ د تاوتریخوالي اور پو کول دي ، تنګ نظره انسان یوازې د خپل پر مختګ مخه ډب کوي او ځان د خلکو تر نظره بد ښکاره کوي د شاعر په وینا:
تنګ نظر به په نعمت کې کله موړ شي
په دریاب کې کنډول تش وي د حباب
موږ ته په کار ده چې نور د تاوتریخوالي د جواز په لټون کې و نه اوسو او نه هم پر چا تنګ نظره شو، ځکه خپله به د ناکامۍ په دام کې ګېر یو او هم به مو وجدان ته سر ټېټ وي، د اراوا پوهانو په وینا څوک چې د انتقام په لټه وي او د بخشش په کوڅه نه وي تیر شوی تل به یې ذهن او روان زوریږي، د رحمان بابا کلام به د حُسن اختتام په ډول راوړم:
ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي