یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریریښتني شخصیت د عوت ۳۰کلن کړ

ریښتني شخصیت د عوت ۳۰کلن کړ

طارق بزګر له تنکۍ ځوانې پدې باور وه چې تفکرد معرفت او معرفت د هدایت او هدایت د رضایت،قناعت او د ریښتنی شخصیت تومنه ده.نو هغه د تفکر په قوت د پيسو ګټلو پر ځای  د علم ګټل خوښ کړل .معرفعت هاغه د معنویت واټ ته هدایت کړ،هدایتهاغه راضي او قانع کړ،چې د ثروت او قدرت عمر لڼډ او تنګ وي.او بل که د قدرت په وخت کې د شخصنفس مهار او خسي نه وي؟ نو بیا مستي او هوس زېږه وياو له قدرت نه انحرف کوي چې لامله یېظلم او استبداد زېږیږي.هر څومره چې د ټولنۍ منوره او حاکمه طبقه ریاکاره خودخواه او جاطلبه کېږي،بیا همهغومره فتنه او فساد زېږه وي،څنګه چې همداسۍ په افغان ټولنه کېوشول اولا هم کېږي.یو شمیر کسانو په دا ۴۰ کالو کې د هېواد د ننه او بهر په لس هاوو ګوندونه تنظیمونه په سل هاووآدبي فرهنګي کولتوري ټولني د هيواد،اسلام ،انسان او قوم پالني ترنامه لاندي جوړېکړی دي.خو هر هغه د ژمنو خلاف عمل وکړ، هغوي د ثروت او قدرت موندو په تمه همدا کولتور ي او سیاسي دفترونهد اسلامیت انسانیت او قومیت پلورنې هتۍګرځولي.له همدې لامله د آرزښتنو پلورل د اکثرو افغانانو عادت شوی.له ټولنې حیا کډه شوی او بېشرمي په کېمعاف شوی.همدا د ارزښتونو سوداګر په جبر او ظلم ثروت او قدرت ترلاسه کوي. بیا په ورته  ډول قدرت ترې آخستل کیږي.د سلطنت له مرګ سره یی د شخصت مرګ جوخت وي.

دا منلې او عمليشوې وینا که انسان قدرت ته په ګونډو نشي ثروت ته خامخا تسلیمیږي. بزګرهم د ابرهیم ابن آدهم غوندېد خپل مضبوط ایمان پر باور او د نفسي سپلڅتیا په قوتپورتنې وینا د خپل ځان په اړوند باطله کړې.آبن دهم د بلخ سلطنت دعلم د ذده کړې او د انسااني خدمت پر مقصددمکي معظمې پر قصد پرېښود. ډېر کلونه وروسته د بحر په څڼډه آدهم  خپلې څېرې او شړېدلې جامې ګڼډلي، پر آس سپورکس یې تر څنګ تېرېږي،ورته ځیر ګورې پېژني یې چې زه خو د دې سلطان یو وخت وزیر وم.ورکښته کېږي او آدب یی کوي، ورته وايي اِې  سلطانه ولې دې بې هېڅه خپل سلطنت اوعظمت پرېښود او ځان دې پدې مصیبت او مشقت اخته کړ.هغه ورله وایی،ترهغه  سلطنت مې دا ډېر پراخ ښکلي او با قدرته دی، ابراهیمستنه بحر ته ګذاره وي،بیا غږ کوي، راکړه ستن مې،یو زر کبان له اُبوسرونه اوچتوي اود سرو زرو ستنې په شونډوکې نیولې وي.وې، نه،زه مې خپله ستن غواړم.شېبه وروسته همهغه ستنه یو کب ورته له اوبو راباسي. بل ځل ابن آدهم د مکې په کوڅه کې قدم وهي،یو یهودې هلک له خپل سپي سره ورپسې تعقیب وي کله چې هاغه تم شي دا هلک هم تمیږي.خو څه وخت چې ابراهیم د ناستو کسانو خواته رسیږي.دا هلک پرې داسې غږ کوي؛اې بډا دا ستا ږیره ښکلې ده، که زما د سپي لکۍ؟هاغه ورته وايي زویه؛ که مې دا ږيره د خدای لپاره نه د ریا لپاره پرې اېښېوي او په ورځ د محشر زه په جهنم کې اوسم،نو دسپي لکې د ښکلې ده او که په جنت کې یم بیا نو زما ږیره ښکلې ده،هلک ړمبې خجالتیږي،بیا وردرومي دهغه لاسونه ښکلهوي او د شهادت کلمه وائي مسلمان کېږي.بزګر صیب هم د ناروېپه هستۍ او د ځوانۍ په مستي کې ثروت اوقدرت دواړه د علم د ذکړې او ريښتني خدمت په نسبت بابېزه وګڼل.تر څنګ یې د حق په پلوې اود باطل پر ضد ددعوت آدبې آخلاقي او روزهنیز سنګرجوړ کړ.یقیناٌ چې ډېرو هېواد والو به د دعوت  په رڼا د حقیقت لار موندلي وي. د دعوت رسنۍ د بزګر ريښتینولي او یومخي اثباته وي چي د مکان زمان او حالاتو تابع شوی ندي، نن هم خپل هدف ته هسې ژمن دي لکه ۳۰ کاله پخوا چې وه.                                                                            ابراهیم د ادهم اولادې ته د پلار میراثي سلطنت او ثروتبشپړه ورپرېښوول د آدهم اولاد چې د شخصیت مشروعیت د سلطنت له درباره اخیستی وه .نو د سلطنت له بایللو سره جوخت بېشخصیته هم شول،خوابراهیم چې یو سر او دوه غوږه نوم ورکې مکې ته راغلې وه،او د پوهې په رڼا د عقېدي په مضبوطتیا د نفس په سپېڅلتیا د مهره بانه او عادل زړه په لرولو يې خپل کوچنې او لڼډ عمره شخصیت ستراو تلپاتي  کړ.د دې تر څنګ یې آن د کورنې مړ شخصیت ژوندې وساته.د هر انسان د کار محصول د هغه  د حقیقي شخصیت بڼه ښیئ،د بزګر شخصیت دعوت دي او دعوت د پوهۍ او کولتور مرکز نن همژوندی دي اوسبا به هم وي.

محمدنقیب تره خیل ۲۰۱۹/۲/۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب