چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاله وخته مخکې مو وېښتان سپینېږي؟

له وخته مخکې مو وېښتان سپینېږي؟

دا سمه ده چې د عمر په لوړېدو سره د انسان وېښتان سپینېږي، خو ډېری کسان مخکې له دې چې زاړه شي، ان په ځوانۍ کې یې وېښتان سپین شي.

لامل او د حل لارې یې څه دي؟

تجربو ښودلې چې په بدن کې د فلزاتو کمښت، لکه مګنيزیم، روي، تیتانیوم او اوسپنه د سر د وېښتانو د سپینوالي او ماتېدو اصلي لامل دي. متخصصان په دې اند دي، هغه کسان چې له وخته مخکې یې وېښتان سپین شوي وي، باید په خپل غذایي رژیم کې مڼې، ناک، شفتالو او هغه مېوې ور زیاتې کړي چې ډول ډول فلزات په ځانګړي ډول مګنيزیم ولري. دغه راز ځینې سابه لکه اوږه، پیاز، موسیر او ګندنه چې د مګنيزیمو ښه سرچینه بلل کېږي، وکاروي.

مټر، مرخېړي، لوبیا، نسک، سره بانجان، کېله، الو، سویا او کچالو هغه خواړه دي چې په زیاته اندازه مس لري.

یوازې زړښت مو وېښتان نه سپینوي، بلکې د ويټامین B12 کمښت، د ټایرويید ناروغي او سګرېټ څکول د وېښتانو د سپینېدلو کچه څلور برابره لوړوي. د وینې کمښت، سخت او د ډېر وخت لپاره غذایي رژیم او ارثي لاملونه هم له وخته مخکې د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب