محمد عارف رسولي
(دوهمه برخه)
د اقتصادي دهلیز مفهوم او ګټې
ولې ورته د لاجوردو ترانزیتي لارې تر څنګ اقتصادي دهلیز وایي؟ ترانزیتي او اقتصادی دهلیزونه ( Corridors) هلته رامنځته کېږي چې سړکونه او ریل لارې ستر اقتصادي او تجارتي مزکزونه سره وتړي، له یوې خوا د تجارتي توکو او خلکو لېږد رالېږد چټک او اسانوي، له بل پلوه په دې دهلیزونو کې سترې پانګونې کېږي لکه: د سړکونو، ریل لارو د بنسټونو جوړولو؛ د ساختماني او خوراکي توکو او کارګرو د لېږد رالېږد؛ د هوټلونو، رستورانونو، مارکیټونو، ښارګوټو او نورو جوړولو او په خدماتي چارو کې د ګڼ ملتیزو پانګونو، اقتصادي نوښتونو او همکاریو ته لاره اواروي، په اړوندو مناسبو ځایونو کې د ښو زیربناوو او خدمتونو د شتون له کبله د ازادو اقتصادي سیمو د رامنځته کېدو شرایط برابروی او رامنځته کېږي او که دولت او پانګوال ورته پاملرنه وکړي، سمې پالیسۍ په کار واچوي او نړیوالې مرستې راجلب کړي تر مناسب وخت وروسته ټول دهلیز په یوه ستر صنعتي، تجارتي او اقتصادي با امنه سیمه بدل شي.
دا بنسټونه او خدمات په زرهاوو نورو خدمتونو ته اړتیا لري، په زرهاوو خصوصي نړیوالې او ملي کمپنۍ او کارپوهان، نقلیه وسیلې، کارګران او نور ورته مخه کوي، دوی ته به غذايي موادو، انرژۍ، امنیتي کمپنیو او استوګنځایونو ته اړتیا وي. دا ټول په دې سیمه او دهلیز کې د دایمي پانګونې او استوګنې لپاره د ښارګوټو او مارکیټونو او اقتصادي راکړې ورکړې اړتیا او شرایط رامنځته کوي.
کله چې داسې اسانتیاوې په کومه سیمه او هېواد کې رامنځته شي، له نړیوالو مارکیټونو سره وتړل شي، د پانګونې قوانین رڼه او شفاف شي، ماهر کارګران او کارپوهان په اسانۍ سره موندل کېږي، نو هلته نړیوال او ځايي ملي شرکتونه په اقتصادي زونو کې په مختلفو سکتورو کې پانګونې کوي، هلته په کرنیزو توکو ارزښت په اسانۍ سره ورزیاتېږي، اومه مواد په پخو په ارزانه او اسانه بدلېدای شي، د مثال په توګه: موږ پخپلو میوو نور ارزښت هم ورزیاتولای شو، په جوسو او مرباوو یې بدلولای شو، تر څو یې هم انتقال اسانه شي او هم یې ګټه څو برابره زیاته شي. په ټولو اقتصادي دهلیز او اقتصادي زونو (ساحو) کې به د لوړو معاشونو او کارپوهانو لپاره کار او زیات ثروت خلق کوي او د ټول هېواد ملي اقتصاد ته به زیات ګټه لري.
د اقتصادي دهلیزونو یو څو مثالونه
- په تاریخي لحاظ په اسیا کې تر ټولو مهم او زما په خیال لمړۍ لاره او اقتصادي دهلیز له کلکتې څخه تر پېښور او کابل پورې رامنځته شو چې (Grant Trunk Road, GTR) په نامه مشهور دی او د هند په براعظمګۍ کې د افغان مشهور او پرمختیا خوښوونکي پاچا شیر شاه سوري لخوا یې بنسټ کېښودل شو او وده ورته ورکړل شوه. نن سبا په هند او پاکستان کې ورته جي. ټي. روډ وایي. شرشاه سوري د دې لارې په اوږدو کې د کاروانونو د تګ راتګ د اسانۍ لپاره کاروان سرایونه، ډاګ خانې، امنیتي او مدیریتي ادارې او نور رامنځته کړل، دې لاره اواره کړه چې خلک د دې لارې په غاړو په کار و بار او تجارت پیل وکړی او په دې ترتیت یو اقتصادي دهلیز رامنځته شو.
- نن سبا یې مشهور مثال د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان له لارې د ګوادر بندر ته د چین اقتصادي دهلیز دی او ویل کېږي د چین هېواد هڅه کوي افغانستان هم له دې دهلیز سره وتړي.
بل مثال هم دادی چې کله چابهار بندر له تورغونډۍ بندر او لاجورد لارې سره د سړک او ریل لارې په مرسته وتړل شي یو مهم اقتصادي دهلیز به په افغانسستان کې رامنځته شي. دا دهلیز به نور هم تقویه او مهم شي کله چې د افغانستان له لارې له ترکمنستانه تر پاکستان او هنده پورې د ټاپي د ګاز نل لیکې ستره پروژه پلې شي، د حاجیګک د وسپنې د کان تولیدات تر چابهار ا�� هنده ورسول شي. په دې کې به ستر څو لینه سړک، ریل لارې، د ګازو نل لیکه، د برېښنا مزی او د انټرنټ لپاره نوري فایبر شامل وي او په اوږدو کې به یې د خدماتو رسولو په اسانتیاوو لکه هوټلونو، رستورانو، ښارګوټو او مارکېټونو په جوړولو او فعال ساتلو کې پانګونې به کار او ثروت خلق کړي او په دې مسیر کې به یو لوي اقتصادي دهلیز رامنځته کړي. د مثال په توګه، په سلهاوو شخصي شرکتونه به د ساختمانی موادو په تولید، ترانسپورت، د تریننګ ورکولو، لوجستیک، ساختماني کارونو او نورو کې پانګونه پیل کړي، په کراره کراره به ښارګوټي او ازاد صنعتي او تجارتي ساحې رامنځته کړي.