دوشنبه, مې 20, 2024
Homeروغتیاد هيپاټايټس بې وایرس ولې مضر دی- واکسین څومره ګټور دي؟ 

د هيپاټايټس بې وایرس ولې مضر دی- واکسین څومره ګټور دي؟ 

ليکنه ثناءالله سليم

افغانان د نورې نړۍ په نسبت زيات په ساري ناروغيو اخته کېږي، ځکه له يوې خوا غريب او له بلې خوا شخصي او محيطي حفظ الصحې ته پاملرنه نه کوي.

 تراوسه لا افغانان د وږیو، محتاجو، نالوستو او بې اتفاقه ملتونو په قطار کې دي، دغه ولږه او بدمرغي ده چې افغانان یې له يو بله جلا کړي او په طبي برخه کې یې له لویو ننګونو سره مخامخ کړي.

دهيپاټايټس بې وایرس چې عام خلک یې تور زیړی  بولي يوه ساري ناروغي ده چې له يو انسان نه بل انسان ته که شرايط ورته برابر شي په اسانۍ انتقال مومي.

هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته وي روغو کسانو ته په لاندې ډول ناروغۍ انتقالولای شي.
د جنسې يوځای والي پواسطه لکه:
ښځې نه سړي ته، دسړي نه ښځې ته، همجنس بازان .
دمور څخه ماشوم ته:
دامیدوارۍ پرمهال، دزېږون پر مهال .
دوینې پواسطه:
دوینې انتقال، مشترکې ستنې او سرنجونه استعمالول ، منتن جراحي او طبي وسايلو استعمالول
خال وه��ه او غوږونو سوري کول او ترافيکي پېښو پواسطه.
.
په افغانستان کې دهيپاټايټس بي وایرس چټک او زر خپريدو خلک له لوی ګواښ سره مخامخ کړي.
که څه هم په افغانستان کې ددغه وایرس دمخنیوی لپاره دروغتيا پالانو لخوا هڅې شوي خو بدبختانه اوس هم دغه وایرس په افغانستان کې په بې ساري ډول وجود لري او لا هم خپرېږي يا خو دغه ناروغي خلکو ته عادي ښکارې او یا ددغه ناروغۍ دمضروالي په اړه معلومات نه لري او حال داچې  هر کال په نړۍ کې ډېر کسان دهمدغه وژونکې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خوپه افغانستان کې دوه لسېزو څخه زیات جنګ،دسواد دکچې کموالي ،په بېساري ډول دغربت موجوديت، داخلې او خارجي مهاجرتونه، دمخدره موادو شتون، خلاص سرحدات، او دزرقي معتادینو دشتون د زیاتوالي له امله دهيپا ټایټس بې وایرس پيښې زیاتې شوی.

په افغانستان کې خلک ددغه وژونکې ناروغۍ په مقابل کې واکسينو کولو ته اهمیت نه ورکوي.

چې واکسين يې يو ډېرد مهم ترينو واکسينونو له جملې څخه  دي، چې قیمت يې نسبتاً ارزانه خو ګټې يې ډېرې زياتې دي.
دغه واکسين دمختلفو کمپنیو له خواجوړېږی چې دوز يې کله  دانسان بدن ته لګول کېږي له څلورو څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت نېسي کله چې واکسین وشي ددې په مقابل کې چې کوم معافیت تولېدېږي تر ديرشو کلنو دوام کوي.

خو ځينې وخت په هغه کسانو کې چې دهيپاټايټس بې په مقابل کې معافيت په اسانۍ سره نشي جوړولای پنځه کاله وروسته د يوې ستنې د لګولو ضرورت شته خو بايد په ياد ولرو کله چې دهيپاټايټس بې وایرس په مقابل کې دځان ساتنې په پلمه واکسين کېږی بايد مخکې له مخکې ورته تسټ اجرا شي په کومو حالاتونو کې  که تست مثبت شي باید دواکسينو د لګولو څخه ځان وساتل شي ځکه واکسين په هغه حالت کې انسان ته تطبقيږي چې انسان په هيپاټايټس بې وايرس مصاف شوی نه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب