چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeمقالېدرید سرو لښکرو له وتلو ديرش کاله وروسته

د سرو لښکرو له وتلو ديرش کاله وروسته

سپين روان نورزى  

ديرش کاله وړاند‌‌ې د دلوې په شپږويشتمه د افغان دولت د سياستونو او د افغان مجاهدينو له قربانۍ او له مجاهدينو سره د نړيوالې ټولنې له هر ډول پوځي او مالي همکاريو لس کاله وروسته د شوروي اتحاد سرې لښکرې مجبورې شوې چې دا هېواد خوشى کړي او په خپله مخه لاړ شي.

هغه مهال د افغان دولت مالي ملاتړ د شوروي اتحاد له خوا کېدو په همدې دليل کله چې دوى وتل، د پوځ له وتلو سره يې لاس په لاس اقتصادي مرستې ودرولې او سوداګريز بندرونه يې وتړل، ځکه دوى داسې انګيرله چې زموږ له وتو سره سم به افغان دولت سقوط وکړي او هېواد په د روسانو د مخالفينو لاس ته ولويږي.

خو داسې ونه شول، بلکې د افغاني عسکرو انګيزه او له هېواده د دفاع هوډ لا پياوړى شو او وتوانېدل چې ډېر لوى بريدونه ناکام کړي او د هېواد له ارضي تماميته دفاع وکړي.

افغان مجاهدينو چې له يوې خوا يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ درلود، له بلې خوا يې د عقيدې په اساس تشکيل شوي وسله وال صفوف چې د هر ډول قربانۍ لپاره پرته له دنياوي امتيازه چمتو وو، درلودل. دا دوه فکټورونه لامل شول چې له افغان دولت سره هر ډول خبرې رد کړې او د بشپړ واک د تسخير په نيت، د ارګ مانۍ خوبونه يې په سر کې وګرځي.

د نړيوالې ټولنې فشار او د مجاهدينو جګړه يوې خوا ته، خو په دولت کې د پنځم ستون غړو نفوذ د ډاکټر نجيب الله حکومت نسکور کړ او کابل د مجاهدينو لاس ته ولوېدو.

که ځه هم مجاهدينو په پېښور او اسلام اباد کې د حکومت تشکيلات جوړ کړي وو او داسې ښکارېده چې د دوى له راتلو سره سم به د يوه ولسواکه نظام لپاره هلې ځلې پيل شي، خو دا هر څه هله له واقعيته لرې خيالونه شول چې دوى په خپل منځ کې د يوه او بل په مقابل کې د کابل ښار په زړه کې سنګرونه جوړ کړل.

له ١٣٧١ لمريز کاله تر ١٣٧٥ لمريز کال پورې دوى په خپلو کې سره وويشتل چې په ترڅ کې يې د افغانستان د پيړيو پيړيو اردو منحل، تجهيزات يې ليلام، ملکي او نظامي تاسيسات ړنګ، د خلکو کورونه چور، ناموسونه لوټ او بې ګناه خلک په انفرادي او ډله ييز ډول ووژل شول.

هغه کسان چې په هغو شپو ورځو کې په کابل کې ګرځېدلي ښه ورته معلوميږي چې څه تير شوي. د يوه عيني شاهد په خبره چې د پامير سينما او اتلس منزله په محدوداتو کې ګرځېدلى و او د هغه وخت کيسه يې کوله ويل يې، دومره وېره وه چې زه وېرېدم هسې نه د انسانانو په غوښو عادت سپي مې وخوري، ځکه په رڼا ورځ پرته له سپيو انسان نه ښکارېدل، هر ځاي مړي پراته وو او لوکسې ودانۍ ګنډوله ګرځېدلې وې.

دا ده د روسانو له وتلو ديرش کاله پوره شول خو نه يوازې افغانستان خپلواک نه شو، بلکې لا د سريخو په ډنډ کې ګير شو. هره ورځ په کور دننه ورانى او ويجاړي سر بيره، په نړيواله کچه هم د افغان وګړي حيثيت راټيټ شو او افغانى پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو بې اعتباره سند معرفي شو.

خو افغانان مايوسه نه شول او هر څه يې له صفره پيل کړل، نوى اساسي قانون، نوي اردو، نوي تاسيسات او نوي تشکيلات يې جوړ کړل او لا هم په جوړېدو دي.

د ډاکټر نجيب الله د سولې سياست په مقابل کله چې مجاهدينو د رد سياست غوره کړى و، په هغه وخت کې استاد سياف په يوه ليکنه کې هغه دلايل په ګوته کړي چې ولې يې د سولې سياست رد کړى دى. دى د خپلې ليکنې په يوه برخه کې وايي چې له روسانو سره سوله کوو، ځکه هغوى کافر دي او له کافرو سره سوله روا ده، ولې له افغان دولت سره ځکه سوله نه کوو چې دوى منافقين او مرتدين دي. ډاکټر نجيب الله به ورته ويل چې اسلام منم او حکومونه يې په ځان پلي کوم، که ته مې د زړه خبره کوې، له زړونو يوازې الله خبر دى.

په هر صورت اوس هم د سولې خبرې روانې دي او ښايي د روسانو ديرشم تلين له امريکايانو سره شريک شي او د امريکايانو مخالفان چې وسله وال طالبان دي او داسې فکر کوي چې دا ټول امتيازات د دوى دي او دوى بايد له سره په هېواد کې بنيادونه تشکيل کړي، ترڅو پخواني اثرات او علايم له منځه يوسي. خو دا دې هم نه هېروي چې د پخوانيو بشپړ محوه کول او پر ځاى يې نوي جوړل د ژوند په هره برخه کې لويه تيروتنه ده.

د نړۍ په روان بهير کې هيڅکله بنيادونه له منځه نه دي تللي، بلکې تغيرات په کې راغلي، د اصلاح او عصري کېدنې لپاره يې هڅې شوي دي، حتا انقلابيون که څه هم د بنيادي بدلون خبره کوي ولې د هغې معنا له منځه وړل او له سره جوړول نه ده، هغوى رهبري بدلوي، نور ټول پخواني صفوف او پخواني تاسيسات په خپل ځاى پرېږدي.

خبره دا ده چې بايد له دې وروسته موږ هم لږ هوښيار شو او لکه څه ډول چې قرباني ورکوو په هماغه شان د سياست په ستيج هم ولوبيږو او به خپله وينه د نورو ګلان اوبه نه کړو، او نه د پخوا په څېر هغه څوک چې خلاصون نه ترې لرو منافق او د خبرو وړ يې ونه بولو، ځکه وايي چې له کوم مېلمه نه خلاصيږې، له هغه سره دوه ځلې ستړي مشي کوه.

ټول بايد په يوه دسترخوان راټول شو او د نورو ملتونو په څېر خپل کور اباد کړو.

دلته هر افغان د بل افغان ورور دى، په همدې اساس زموږ په سيمه کې اصطلاح ده چې که ورور جينګ دي هم، حق يې نيم دي، دا هېواد په ټول افغانان په ګډه جوړوي او ټول به يو شان ژوند په کې کوو.

که دا هېواد اباد او په ځان بسياوي ښايي بيا هېڅکله په دريو لسيزو کې تاريخ تکرار نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب