جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغان امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پوځي...

افغان امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پوځي تمرینات تر سره کړل

تاند، جمعه، د اسد ۲۴ مه: د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات تر سره کړل.

د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پوځي تمرینات یې د ګوشتې ولسوالۍ په ګوڅړۍ سیمه کې تر سره کړي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي په دې نظامي تمریناتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.

د مسلحو ځواکونو لوی درستيز جنرال محمد ياسين ضياء چې له نږدې څخه یې پوځي تمرینات ننداره کول وویل، له دې وروسته به ډېر نور پوځي تمرینات د ډیورنډ فرضي کرښې او د هېواد سرحدي پولو ته نږدې تر سره شي.

د هغه په خبره، په اوسنیو حساسو شرایطو کې د داسې پوځي تمریناتو تر سره کولو څخه هدف خلکو او د هېواد دوستانو او دښمنانو ته د اردو وړتیاوې ښودل او همدارنګه د خلکو روحیه پیاوړې کول دي.

ښاغلي یاسین ضیاء وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه جنګي او مسلکي وړتیاوې لري، چې کولی شي د افغانستان د داخلي او بهرنیو دښمنانو د بریدونو پر وړاندې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د مسلحو ځواکونو لوي درستيز وويل: «زموږ نظامي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.»

نوموړي زیاته کړه: « ګاونډي هیوادونه او زموږ ملګري زموږ د وړتیاو او زموږ د پولو د ساتنې په هکله ډاډمن دي، او هغه ځایونه چې دوی ترهګرو ته تجهیز او تمویل کوي، یو څرګند پیغام هم استوي چې موږ ترې خبر یو.»

محمد یاسین ضیا دا هم وویل، ددې لپاره چې په راتلونکي کې د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او ضعف نقطې معلومې شي دغه شان پوځي تمرینات به ترسره کړي.

ګوشته د ننګرهار له سرحدي ولسوالیو څخه ده چې جلال اباد ښار ته په ۵۰ کیلو مترۍ کې پرته ده.

دغه نظامي تمرینات په داسې مهال تر سره شول چې امنیتي ځواکونو د تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د کونړ او کندهار په ګډون په څو ولایتونو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې کړي دي.

په دغو نښتو کې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو لخوا  ګڼ شمېر افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب