یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د خپلواکۍ ورځ د کابل اعتراض کوونکو د ترهګرۍ د...

د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د کابل اعتراض کوونکو د ترهګرۍ د زېږندې ورځ وبلله

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) نن په کابل کې د مدني ټولنې ځینې فعالان، د جګړې د قربانیانو کورنۍ او د کابل اوسېدونکي په یوې اعتراضي غونډه کې سره راټول شوي وو او د اګسټ ۱۴مه چې د پاکستان د خپلواکۍ له ورځې سره سمون لري، د ترهګرۍ د زېږندې ورځ وبلله.

یاد شوو اعتراض کوونکو د نندارې په اجرا سره پاکستان یې په افغانستان کې د ترهګرۍ په روزنې تورن کړ او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

پاکستان د  ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه خپله خپلواکي ترلاسه کړه او له برېټانوي هند څخه جلا شو.

په کابل کې د مدنې ټولنې غړي وايي چې پاکستان تل په افغانستان کې له ترهګرۍ ملاتړ کړی او د خپلې خپلواکۍ د ۷۳ کلونو په لړ کې هېڅکله یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې.

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان د توغندیو د راتوغولو له امله د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نهه تنه ملکي کسان ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

پاکستان تل په افغانستان کې په ترهګریزو چارو کې خپل لاس لرل رد کړي دي؛ خو دا هېواد د هند او امریکا متحده ایالتونو له لوري هم د ترهګرو ملاتړی بلل کیږي.

په کابل کې دغه اعتراض داسې مهال ترسره کیږي چې ټول افغانان جګړې ستړې کړې او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ټولو هیله مندي څرګنده کړي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب