یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاردوغان د اماراتو-اسرائیلو د هوکړې په صورت کې له اماراتو سره د...

اردوغان د اماراتو-اسرائیلو د هوکړې په صورت کې له اماراتو سره د اړیکو د ځنډولو ګواښ کړی

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د کېدونکي توافق په اړه خبرداری ورکړی دی.
ولسمشر اردوغان د متحده عربي اماراتو هغه پرېکړه غندلې، چې له مخې یې غواړي له اسراییلو سره عادي ديپلوماتيکې اړیکې پيل کړي.
اردوغان خبرداری ورکړی، چې که اماراتو او اسراییلو توافق وکړ نو ترکیه به له اماراتو سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې وځنډوي.
د روسیې د ولسمشر په وینا اماراتو ته په کار ده، چې د اسلامي نړۍ وضعیت وګوري او دفاع ترېوکړي.
نوموړي زیاته کړې دوی د دې پرځای چې له خپلو وروڼو دفاع وکړي د خپلو ګټو لپاره له اسراییلو سره هوکړه لاسلیکوي او غواړي عادي ديپلوماتیکې اړیکې ولري.
د یادونې ده،چې تر ترکیې وړاندې ایران هم د متحده عربي اماراتو دغه پرېکړه غندلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب