یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهستانکزی د ستانکزي پر وړاندې: طالبانو هم خپل مرکچي پلاوی اعلان کړ

ستانکزی د ستانکزي پر وړاندې: طالبانو هم خپل مرکچي پلاوی اعلان کړ

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) طالبانو وروسته له هغې خپل مذاکراتې ټیم اعلان کړو چې تیر ماښام د طالبانو ۸۰ تنه زندانیان د پلڅرخې له زندان څخه خوشې شول.

دغه مذاکراتې ټیم نن د یو شمېر تغیراتو په راوستلو سره اعلان شو چې مشري یې شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

ټاکل شوې ده چې دغه مذاکراتې ټیم  ممکن یکشنبه د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

دغه خبرې او د طالبانو تیاری وروسته له هغې ښودل کیږي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه ترسره شوه، په دغه جرګه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو هوکړه لاسلیک شوه.

ولسمشر غني د دغه بندیانو د خوشې کیدو فرمان صادر کړی له ۴۰۰ زندانیانو ۸۰ تنه تیر ماښام  ازاد شوې دي.

طالبانو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لاندې نوملړ اعلان کړ

۱ شیر محمد عباس ستانکزی د ټیم مشر لوګر

۲ شيخ عبدالحکیم صاحب کندهار

۳ ملا شیرین اخوند

۴شیخ محمد قاسم ترکمن

۵ ملا عبدالمنان عمري ارزګان

۶ عبداللطیف منصور پکتیا

۷ عبدالسلام حنفي فاریاب

۸ قاري دین محمد حنیف بدخشان

۹ ملا محمد فاضل اخوند ارزګان

۱۰ ملا نورالله نوري زابل

۱۱ مولوي شھاب الدین دلاور لوګر

۱۲ مولوي مطیع الحق خالص ننګرهار

۱۳ محمد سھیل شاھین پکتیا

۱۴ ملا خیرالله خیرخوا

۱۵ مولوی عبد الحق وثیق غزنی

۱۷ محمد نبی عمري خوست

۱۸ انس حقاني پکتیا

۱۹ مولوي فریدالدین محمود پکتیکا

د دغه نوملړ له اعلان وړاندې پرون په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړی سلاکار وحیدعمر په کابل کې د ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویلې، چې طالبان د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم پر وړاندې د استدلال هېڅ وړتیا نه لري.

دنوموړي په خبره د یادې ډلې د کمزورۍ ټکی دا دی، چې دوی علمي، فرهنګي، اقتصادي پانګه نه لري او په خبره یې دوی نه شي کولی د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر وړاندې استدلال وکړي.

په عامه اړیکو کې د ولسمشرځانګړی سلاکار وحیدعمر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې ډیرې شوي دي.

بل لورته د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري داسې څوک کوي چې نسبت نورو طالب مشرانو ته یې د افغانستان او افغان حکومت پر وړاندې یې دریځ ډېر سخت دی او له دې وړاندې ډیری افاانانو د ستانکزي په دریځ سختې نیوکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد دننه او د باندې ټول په دې هیله دي، چې ژر بین الافغاني خبرې پيل او اوربند وشي.

افغان حکومت له دې وړاندې په ځلونو ویلي، چې د دوی له لوري مذاکراتي ټول شموله ټیم خبرو ته اماده دی خو زیاتوي، چې طالبان دې خبرو ته کیني.

خو طالبانو له دې وړاندې ویلې وو که حکومت یې ۴۰۰ بندیان خوشې کړي نو بین الافغاني خبرو ته به کیني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب