یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه هیواد کې د ملي دسترخوان برنامې د پیل وخت اعلان شو

په هیواد کې د ملي دسترخوان برنامې د پیل وخت اعلان شو

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند، د ملي دسترخوان برنامې پلي کولو پروسه به په بله میاشت کې پیل شي.

د روان کال د سرطان په ۲۸، حکومت د  ۲۴۴ ملیون ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

دغه ملي دسترخوان به په دوه مرحلو کې پلې شي.

په لومړي پړاو کې چې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلي او ټول ۱٫۶۷ ملیونه کورنۍ پکې شامل دي.

په لومړي پړاو کې به د ملي دسترخوان  ټول لګښت ۸۶ ملیونه ډالرو ته ورسیږي او پدې مرحله کې خام توکي توزیع کیږي.

ملي دسترخوان دوهم پړاو به د هیواد ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي ، چې پکې به د ۲۳۵ ولسوالیو ،   ۲۱۸۴۲ کلي او ۵٫۲ ملیونه کورنۍ شاملې وي.

د دوهم پړاو لپاره بودیجه ۸۱۵ ملیونه ډالر ده، چې په دواړو مرحلو کې به د هیواد د نفوس ۹۰ سلنه برخه تر پوښښ لاندې راولي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند وویل: “چې دا برنامه به پلې شي او که نه، موږ څه نشو ویلای. هغه وویل چې ولسمشرۍ یا لومړی مرستیال باید رسنیو ته ځواب ووايي ، مګر موږ د پلي کولو میکانیزم او د برنامې پلي کولو پر پروسې کار کوو او په بله میاشت کې  د  ملي دسترخوان برنامې پلي کولو پروسه به په عملي توګه په هیواد کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب