یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهسعودي کې د واټساپ څارنه د طلاق غوښتنې لامل شوه

سعودي کې د واټساپ څارنه د طلاق غوښتنې لامل شوه

تاند (جمعه، د اسد ۲۴) په سعودي عربستان کې يوې مېرمنې له خپل خاوند نه د بېلېدو لپاره د خپل خاوند واټساپ اکاونټ نهه میاشتې څارلی دی.

د سعودي چاپ عکاس ورځپاڼه ليکي، دې مېرمنې ته شک ور لوېدلی و، چې مېړه ترې منحرف شوی و او هغسې پاملرنه ورته نه کوي.

سرچینه زیاتوي، چې هغې د شک لېرې کولو لپاره ۹ مياشتې پرله پسې د خپل خاوند د واټساپ پېغامونه کتل او څېړل.

د سرچینې په حواله هغې میرمنې  اوس له خپل مېړه نه د بېلتون په پار عريضه کړې ده.

ورځپاڼه زياتوي، چې خاوند يې له شخړې نه د بچ کېدو لپاره د روغې جوړې وړانديز کړی.

سرچینه د سعودي عربستان د یو قانونپوه خالد ابو راشد  د دغې مېرمنې په دې ځانګړې کړنې داسې نظر ورکوي، دې ښځې چې څه کړي دا د قانون له مخې جرم دی او د “معلوماتي جرايمو” په زُمره کې راځي، چې سزا يې يو کال بند او پنځه سوه زره رياله نغدي جريمه ده.

ابوراشد زياتوي، مېړه، مېرمنې، پلار، مور، ورور او نورو ته اجازه نشته چې د يو بل د موبايل ډاټا «خصوصي مالومات» هېک يا غلا کړي.

د هغه په خبره، په دا رنګې مواردو کې بيا کورنيو اړيکو ته هم نه کتل کيږي، داسې کول قانوني جرم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب