یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد رېل پټلۍ اداره: په تېرو ۲ اونیو کې ۱۳۵ زره ټنه...

د رېل پټلۍ اداره: په تېرو ۲ اونیو کې ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي هېواد ته وارد شوي

تاند (جمعه، د اسد ۲۴) د افغانستان د رېل پټلۍ د ادارې مسولان وایي،چې په دې وروستیو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارو واردات ډېر شوي دي.
د یادې ادارې مسولان زیاتوي، چې په تېرو دوو اونیو کې هېواد ته ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي.
سرچینې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان، آقینې او تورغنډۍ د بندرونو له لارې ۱۳۵ زره ټنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ په مرسته وارد شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه توکي په ۲۳۶۱ واګونو هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د رېل پټلۍ د ادارې د مسولانو په خبره په دې کې لویه برخه یې خوراکي توکي او دغه راز ودانیز او نفتي توکي هم شامل دي.
یادې ادارې ویلي دوی هڅه کوي، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ په مرسته سوداګري وغوړوي ځکه د دوی په خبره له یوې خوا چټکه ده او له بلې خوا ارزانه او ډاډمنه تمامېدلای شي.
د اقتصادي چارو پوهان هم په سوداګریزه برخه کې د رېل پټلۍ لار ګټوره او اقتصادي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب