یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تخار پولیس: هغه آیسکریم پلورونکی چې د شپې لخوا یې له...

د تخار پولیس: هغه آیسکریم پلورونکی چې د شپې لخوا یې له امنیتي ځواکونو سره نښتې کولې ونیول شو

تاند (جمعه، د اسد ۲۴) د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې هغه طالب جنګیالی نیولی چې د ورځې به یې ایسکریم پلورل او د شپې لخوا به یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د طالبانو ډلې اړوند دغه کس خان محمد نومېږي او د دشت قلعه ولسوالۍ د ای خانم بندر سیمې اوسېدونکی دی چې تېره ورځ د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

خلیل اسیر وویل، یاد کس په دشت قلعه ولسوالۍ کې د آیسکریم خرڅولو په بهانه طالبانو ته اړین معلومات ورکول او د شپې له خوا یې له خپلو ملګرو سره یو ځای امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

نوموړی وايي، د طالبانو دغه کس د څېړنو پر مهال په خپلو کړنو اعتراف کړی او دا یې منلې چې طالبانو ته یې د آیسکریم خرڅولو په بهانه اطلاعات ورکول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه دي ویلي.

تخار د هېواد یو له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په زیاتو برخو کې یې طالبان شتون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب