یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتر تخار وروسته په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی...

تر تخار وروسته په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی دی

تاند (جمعه، د اسد ۲۴) د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د طالبانو ډلې اړوند کسانو په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي وايي، دغه پېښه پرون (پنجشنبه، د اسد په ۲۳ مه) مازدیګر مهال د بادغیسي په کلي کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي معصومي په خبره طالب جنګیالیو د امنیتي ځواکونو له ماتې وروسته د بادغیسي د نجونو ښوونځي ته اور اچولی دی.

هغه زیاته کړه طالب جنګیالیو د نښتې پر مهال په دغه ښوونځي کې موضع نېولې وې.

نوموړي وویل، دغه مکتب ۱۶ درسي خونې لري، چې شاوخوا ۸۰۰ نجونو پکې زده کړې کولې.

په ورته وخت کې د فاریاب والي نقیب الله فایق په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، طالبان غواړي په دغه کار سره مکتبونو ته د نجونو د تګ مخه ونیسي، ځکه یې د ښوونځیو په سوځولو لاس پورې کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې تېره ورځ د تخار په مرکز تالقان ښار کې د نامعلومو وسله والو له لوري د هلکانو یو ښوونځی سوځول شوی وو.

https://taand.net/%d9%86%d8%a7-%d9%85%d8%b9%d9%84%d9%88%d9%85%d9%88-%d9%88%d8%b3%d9%84%d9%87-%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%aa%d8%ae%d8%a7%d8%b1-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%da%a9%db%90-%d8%af-%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب