یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي حکومت دې د خپرې شوې ویډیو په اړه هر...

ملګري ملتونه وایي حکومت دې د خپرې شوې ویډیو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د ملګري ملتونه په وینا حکومت دې د افغان ځواکونو د یوې خپرې شوې ويډیو په اړه پلټنې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتنو مرستندویه دفتر یا یونما وايي داسې ویډیو خپره شوې چې د افغان ځواکونو په جامو کې وسله وال کسان د طالبانو له جسدونو د بدن غړي پرې کوي. ملګري ملتونه وایي دا کړنه جنایت دی او افغان حکومت ته په کار ده چې په اړه یې پلټنې وکړي.

یونما پر افغان حکومت غږ کړی چې که دغه ويډیو سمه وي نو ژر تر ژره دې په دې جنایت کې له ښکېلو خلکو سره قانوني چلند وشي.

تېره ورځ طالبانو هم ادعا کړې وه چې افغان پوځیانو د زابل په ارغنداب کې د وژل شوو طالبانو جسدونو ته سپکاوی کړی او د بدن غړي یې ترې پرې کړي دي. افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه  په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ویډیو داسې مهال خپریږي چې تاکل شوې ده په راتلونکو دوه ورځو کې په قطر کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب