Homeخبرونهپه بدخشان او کندوز ولایتونو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ...

په بدخشان او کندوز ولایتونو کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د ۷۷۷ پامیر قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې وسله والو طالبانو نن د جمعې په سهار د بدخشان ولایت په کوف ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کول.

د سرچینې په وینا ، افغان ځواکونو د برید مخه نیولې، چې په کې د نښتو پرمهال لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې وسله والو طالبانو د پنجشنبې په شپه د کندز او تخار پر لویه لاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د افغان ځواکونو تر منځ په نښتو کې شپږ وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...