Homeخبرونهارزګان ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یو لوړ پوړی پلاوی...

ارزګان ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یو لوړ پوړی پلاوی تللی

تاند(جمعه، د اسد ۲۴) د ارزګان د امنیتي وضعیت ارزونې په هدف له کابله د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی مرکز ترینکوټ ته رسېدلی.

له شمیم خان کټوازي سره په دغه پلاوي کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز معاوین ډګر جنرال محمد شعیب، د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو معین محمد انور بریپال او یو شمېر نورو چارواکي او د ولس استازي برخه لري.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي پرون په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني په هدايت او د ارزګان د خلکو په غوښتنه دغه ولایت ته په سفر راغلی، نوموړي وايي، ارزګان ته يې د سفر هدف د شته ستونزو حل کولو او د اړتيا پرمهال د چارواکو په دندو کې تغير راوستل دي.

ارزګان ته دا لوړ پوړی دولتي پلاوی داسې مهال سفر کوي چې د ولایتي شورا او ځایي خلکو په خبره په دې ورستیو کې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او والسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو تحرکات او بریدونه ډېر شوي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...