انسانان یوازې د یو ډول کار اختیار او واک لري، هغه کارونه چې د انسانانو ارادې او خوښې پورې اړه لري او کولای شي په خپله خوښه یې تر سره یې کړي یا یې ترک کړي. مثلاً که وږی وي غواړي ډوډۍ وخوري او که یې زړه ورته نه وو هيڅ یې نه خوري، همداسې د تندې په وخت کې هم.
که یې خوښه وي یو ځای ته سفر کوي او که نه په کور کېني، دې ته ورته ټول کارونه د انسانانو په خوښه او طبیعت پورې اړه لري، که یې خوښه وي کوي یې او که نه هيڅ شی پرې زورور کېدای نه شي.
انسانان کارونه د دوو محرکونو په وسيله کوي: يو د عقل له مخې، دويم د عاطفې له مخې. د عقلاني کارونو لپاره انسان خپل اختيار او اراده کارولای شي او ژر پرېکړه کولای شي خو د عاطفي پېښو په مقابل کې انسان پر ځان غلبه بايلي، نه شي کولای د عاطفي پېښو په مقابل کې پر ځان مناسب کنټرول او واک یا اختیار ولري او تل د خپل زړه خبرې پسې ځي.
په انسانانو کې بیا په ښځینه جنس کې د عقل په پرتله عاطفه ډېره غالبه ده، ځکه يې کله کله د عاطفې او هيجان د ډېرښت له وجهې د عقل نقص ته هم ګوته نيول کېږي.
خو انسانان هيڅ په غیر ارادي کارونو اختیار او تسلط نه لري چې دا کار یوازې د زړه په عمل پورې اړه لري. څنګه چې پر زړه واک نه لري همداسې یې د خوشالۍ او خفګان پر حالتونو هم واکمن نه دي. کله کله انسان بې دلیله د خفګان احساس کوي یا پرته له کوم لامل او دلیله یې زړه خوشاله وي، د زړه د خوشالۍ، خفګان، ارامۍ او ناارامۍ حالتونه بدلېدل را بدلېدل تر ډېره په دروني حالت پورې تړاو لري، مثلاً که څوک خپه وي، هغه چې هر چېرته يوسو، خپه به وي، څو چې دننه عاطفي او رواني حالت تغيير نه شي، چاپېريال مو نه شي سمولای. په هغه لنډۍ کې هم دې احساس ته کتنه شوې:
زما به ته يادېږې ياره
که د جنت په منارو ولاړه يمه
یعنې که انسان هر څومره ښکلې او ارام چاپېریال ته يووړل شي، خو په دروني لحاظ له یو کشمکش او سرګردانۍ سره مخ وي، دا حالت یې د چاپېریال په تغيير نه بدلېږي.
انسانان د غیر ارادي یا اختیاري کارونو له ډلې مثلاً نه غواړي مینه وکړي، خو بیا هم ترې کیږي. نه غواړي خفه اوسي، زړه یې تنګ وي، یو څه په اړه ډېر فکر او غم وکړي، ډېرې لویې او نا ممکنې هیلې ولري او له نورو تمه او توقع وکړي.
د اوسني دور انسانان سره له ټيکنالوژيک پرمختګه بيا هم پر دې و نه توانېدل چې پر خپله عاطفي نړۍ کنټرول او غلبه پيدا کړي.
انسان مینه کوي خو په خپله خوښه او په خپل وخت نه د مينې لپاره معلوم وخت نه شته. ځکه زړه غیر ارادي دی انسان پرې اختیار نه لري. انسان که له مینې بېزاره وي بيا يې هم کوي، غواړي زړه له مینې کولو منع او صبر کړي، خو بیا یې هم نه شي کولای. نه غواړي خفګان وکړي، خو بیا هم دومره خفګان کوي چې ژور ذهني فشار ته یې کېباسي. انسان نه خوښوي له نورو تمه وکړي، خو بیا هم ترې ان د خوږې خبرې تمه کوي.
خو له دې هر څه سره سره همدا غیر ارادي کارونه دي چې د ژوند اصلیت او معنا ورپسې تړلې ده. که نه ژوند دا نه دی چې ته وخوره، وڅښه، واغونده، ویده شه، ويښ شه، ووځه، وګرځه او…
فکر وکړﺉ که په ژوند کې لویې هیلې نه وای ژوند مخ ته نه وړل کېده او نه یې د کولو لپاره دلیل پاتېده. که له یو چا د ښې بدې توقع و نه لرو، له انسانانو سره به د خواخوږي او نږدیوالي اړیکې نه وي. که زړه خفګان نه کولای د خوشالۍ په پیدا کولو او لټولو پسې به نه سرګردانه کېده. که غم نه وای راحت به هم نه وو. که مینه او مهرباني نه وای وحشت به ډېر و او که کرکه نه وای له مینې هر څوک مړېدل او وژل کېده.
هيڅکله انسانان باید د خپلو غیرارادي کارونو له کبله ملامت او و نه رټل شي، ځکه تسلط پرې نه لري. دا حالتونه یې باید درک شي او د امکان تر حده مرسته ورسره وشي، ځکه غیر ارادي حالتونه په درک او د انسانانو په خواخوږۍ بدلېدای شي.