دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهناټو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره له قطره د یوې اډې...

ناټو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره له قطره د یوې اډې غوښتنه کړې

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۵) رویټرز خبري اژانس د ناټو د چارواکو په قول وايي چې ناټو په قطر کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې مرکز جوړوي.

رویټرز خبري اژانس ته د ناټو د درو هیوادونو، چې په غوڅ ملاتړ ماموریت کې ځواکونه لري، چارواکو ویلي چې ناټو له قطره غوښتي چې خپله یوه اډه ورکړي چې افغان ځواکونه پکې وروزي.

د لوېدیځ یوه جګپوړي امنیتي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، ناټو قطري چارواکو ته ویلي چې ایا حاضر دي چې له خاورې څخه یې د افغان ځواکونو د روزلو لپاره کار واخیستل شی.

یوې بلې سرچینې وویل چې پر دې خبرې روانې دي چې ځانګړي افغان ځواکونه د روزنې د لنډو دورو لپاره، چې شپږ اوونۍ دوام کوي، قطر ته لاړ شي.

تراوسه پورې د قطر یا افغانستان حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ ویلي و چې ناټو تړون له افغانستانه دباندې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو پر څرنګوالي غور کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب