پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد هرات نوی والي د وسله والو طالبانو د ټکولو لپاره د...

د هرات نوی والي د وسله والو طالبانو د ټکولو لپاره د جګړې لمن پراخوي

تاند (سه شنبه د جوزا ۲۵) عبدالصبور قانع د هرات د نوي والي په توګه دنده پیل کړه. هغه د خپلې دنده په اوله ورځ وویل چې د افغان ځواکونو ترمنځ ستونزې ښې پایلې نه لري نو په کار ده چې په ګډه کار وشي تر څو موثر تمام شي.

ښاغلی قانع وايي چې په هرات کې ټول نظامي عملیات باید د پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په همغږۍ او د ۲۰۷ ظفر قول اردو تر څارنې لاندې ترسره شي.

نوموړي ټینګار وکړ د دې لپاره چې د طالب جنګیالیو په منځ کې وېره او وحشت خپور شي باید د جګړې لمن د هغوی تر واک لاندې سیمو ته وغځول شي.

د هرات والي همدارنګه وویل، طالبان نه شي کولی چې د جګړې په زیاتوالی سره بریا ته ورسېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هرات په غوریان، اوبه، ګلران او څو نورو ولسوالیو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

عبدالصبور قانع نن د سید عبدالوحید قتالي پر ځای د هرات ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو. قانع د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معین او ملي امنیت د مرستیال په توګه دندې تر سره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب