دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتور: باید یوه ډله امریکایي پوځیان افغانستان کې پاتې شي

امریکایي سناتور: باید یوه ډله امریکایي پوځیان افغانستان کې پاتې شي

تاند(سه شنبه، د جوزا ۲۵) وال سټریټ ژورنال ورځپانې د یو امریکایي سناتور جېمز اینهوف یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو کې بېړه کړې ده او په خبره یې دا یوه سیاسي پرېکړه ده.

نوموړي زیاته کړې، بایډن وضعیت ته له پام پرته دا پرېکړه کړې او د بدو عواقبو پړه به هم خپله دده پر غاړه وي.

اینهوف وایي، د بایډن ادارې په وارخطایي سره دا وښوده چې دوی دوه لارې لري، یا په بشپړه توګه د ځواکونو وتل او یا تر نامعلومې نېټې په دغه هېواد کې پاتې کېدل.

نوموړي درېیمه او معقوله لاره دا بللې ده چې باید د دوحې هوکړې تر عملي کېدو پورې یوه ډله امریکایي پوځیان افغانستان کې حضور ولري.

دې سناتور دغه راز د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی بللی او ټینګار یې کړی دی چې بایډن باید پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده.

د هغه په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز به له افغان ځواکونو هم ددوی ملاتړ دوامداره وي.

بایډن ویلي ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي خو په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب