جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهپه تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا اخته ۷۸ کسان...

په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا اخته ۷۸ کسان مړه شوي

تاند ( سه شنبه، د جوزا ۲۵) د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ناروغۍ تازه ۱۶۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي په یاده موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۷۸ کسان مړه شوي او ۲۳۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت وایي تر دې دمه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۷۶۱ ته لوړ شوی دی.

روغتیايي مسوولان د کورونا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول یادوي او له هېوادوالو په ټینګار غوښتنه کوي، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

افغانستان کې داسې مهال د کورونا ناروغۍ پېښې ورځ نه بلې ته په ډېرېدو دي، چې تازه د روسیې هېواد د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه، چې تر مخه د روغتیا نړیوال سازمان ته سپارل شوې وه نن افغانستان ته را ورسېده.

عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت مشرتابه ژمن دی، چې دغه کېټونه په شفاف او عادلانه توګه روغتیایي مرکزونو ته ووېشي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کڅوړه ۳۹ ټنه ده او د یو ملیون تنو لپاره به د درې میاشتو په موده کې وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب