جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد روسیې د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه افغانستان ته راورسېده

د روسیې د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه افغانستان ته راورسېده

تاند (سه شنبه د جوزا ۲۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د روسیې د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه د روغتیا نړیوال سازمان له لارې افغانستان ته راورسېده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه کڅوړه کې بېړني کېټونه شامل دي او تر مخه د روسیې له خوا د روغتیا نړیوال سازمان ته سپارل شوي و.

د بیان له مخې دغه مرسته د افغانستان د خلکو لپاره یوه اساسي اړتیا ده او د دغه وزارت مشرتابه ژمن دی چې دغه کېټونه په شفاف او عادلانه توګه روغتیایي مرکزونو ته ووېشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه کڅوړه ۳۹ ټنه ده او د یو ملیون تنو لپاره به د درې میاشتو په موده کې وکارول شي.

1 COMMENT

  1. روسانو ته می ټول عمر کنځلی کړی خو اوس چی وطن کی بلد شوم او ګورم دوی پخوا ډیر کارونه کړی او ښه پاخه کارونه یی کړی نور نو د اشغال او تجاوز کلماتو څخه هم یو فکاهی جوړه شوی ده او یرغل سره هم بیخی عادت شولو، نو بده نده چی پرته له پاکستانه بل له هر هیواد څخه مرسته ترلاسه شی ځکه مجبوریت بد شی دی خو واکسناتوران باید ونه وژل شی لږ د مخالفینو هوښیارول پکار دی مطلب دا چی وګوری خدای بیا د روسانو کڅوړو ته محتاج کړو نو بهتره نده چی لږ فکر وکو او لاری ته سم شو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب