جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد جګړو دوام؛ روان کال تر اوسه ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه...

د جګړو دوام؛ روان کال تر اوسه ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه شوې

تاند(سه شنبه، د جوزا ۲۵) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا اتلس زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د یاد وزارت په خبره، یادو کورنیو د جګړو، وچکالۍ او بې وزلۍ له امله له خپلو سیمو کډې کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنري بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله د نورو کورنیو پر بې ځایه کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې په نړۍ کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان کډوال ثبت شوي او نږدې پنځه میلیونه نور یې په خپل هېواد کې بې کوره دي چې په ډېر بد بشري وضعیت کې ژوند تېروي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن چې پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی وایي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل او پر مخ لاړې شي.

هغه دغه راز د خبرو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو او د تلپاتې اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د یوې ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو پر چټکتیا هوکړه کړې وه خو شاوخوا د یوې اوونۍ په تېرېدو یې هیڅ کومه بله ناسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب