Homeخبرونهننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ودرول شو

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ودرول شو

تاند (سه شنبه د جوزا ۲۵) وروسته له هغې چې نامعلومو وسله ‌والو په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ۵ واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، دغه کمپاین ودرول شو.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې نامعلومو وسله ‌والو نن له غرمې وړاندې د دې ولایت په خوګیاڼو، سرخرود او جلال‌اباد ښار کې په پنځه جلا جلا بریدونو کې پنځه واکسیناتوران ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل چې په ټپیانو کې یې د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مسؤلان وایي، د واکسیناتورانو ژوند ته د شته ګواښونو د مخنیوي په خاطر د درول شوي کمپاین له امله په ټول ننګرهار کې شااوخوا درې ‌نیم لکه ماشومان چې واکسین ورته باید تطبیق شوی وی، له واکسینه پاتې شول.

د دغه مرکز مشر نجیب‌ الله کامه‌ وال وایي، په افغانستان کې یې د پولیو د مخنیوي برخه کې د بهرنیو مرستندویانو او ځایي ولایتي مسؤلانو سره په ګډه د واکسیناتورانو د خوندیتوب په خاطر تر امر ثاني پورې د واکسیناسیون کمپاین د درولو پرېکړه کړې ده.

نوموړی اندېښنه ښيي چې که چېرته د واکسیناتورانو د وژنې لړۍ دوام وکړي او خوندیتوب ته ‌یې پام ونه‌ شي، نو د پولیو ضد واکسین څخه د شااوخوا درې ‌نیم لکه ماشومانو د محرومېدو امکان شته.

هغه زیاتوي چې په ننګرهار کې له پنځه کلنۍ ښکته د شاوخوا ۷ لکه ماشومانو له ډلې تېره ورځ‌ ۳۰ سلنه یې واکسین شوي و او په وینا یې چې ننني ارقام نهایي نه ‌دي، خو د پرون او نن ورځې په جریان کې دې امکان ولري چې ۵۰ سلنه ماشومان واکسین شو وي او پاتې نور یې د اوس له پاره له واکسینو محروم شول.

نجیب‌الله کامه‌ وال وايي واکسیناتوران بې طرفه ډله ده نو باید ټولې خواوې د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي او پرېږدي چې د افغان ماشومانو د روغتیا لپاره کار وکړي.

د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه کله چې په جلال‌اباد کې درې تنه ښځينه واکسیناتورانې ووژل شوې، د دوه ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین درول شوی و چې تر نن د دغې پېښې عاملان نه دي نیول شوي.

په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې او وایي، دوی په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته تیار دي.

خو د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې دوی د واکسین له تطبیقوونکو او د دوی له مسؤلانو سره همغږي کړې وه او هېڅ وخت‌ یې پر وړاندې بې‌ پروایي نه ‌ده کړې.

د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي، که څه هم د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي، خو په خبره ‌یې، کشفي او امنیتي ارګانونه‌ یې پلټنې کوي څو ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې نن ‌یې دوهمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...